د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د وېنزوېلا له لوري د شپږو امریکايې وګړو خوشې کېدل ستایلي او په نورو هېوادونو یې هم غږ کړی چې ورته ګامونه پورته کړي.
خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، هغه هېوادونه چې له امریکا سره د اړیکو رغولو په فکر کې دي، باید ورسره بند امریکايې وګړي آزاد کړي.
نوموړي ایران، روسیه، سوریه او افغانستان هغه هېوادونه یاد کړي چې امریکايي وګړي په کې بندیان دې.
خلیلزاد زیاته کړې:« که د هېوادونو مشران غواړي د امریکا له حکومت سره د اړیکو نوې پاڼه پرانیزې، اولین او ښه قدم يي دا دی چې پخپلو هېوادونو کې دې هغه امریکايي وګړي آزاد کړي چې له دوی سره بندیان دي.»
د سرپرست حکومت چارواکې بیا وايي، زلمی خلیلزاد د امریکا په حکومت کې رسمي موقف نه لري او اسلامې امارت یې څرګندونو ته غبرګون نه ښيي.
ورته مهال، د سیاسي چارو شنونکي له نړیوالو سره د تعامل په برخه کې پر نرمښت ټینګار کوي.
دوی له امریکا سره اړیکې د افغانستان لپاره مهمې بولي او زیاتوي، سرپرست حکومت دې په ځینو برخو کې خپل دریځ نرم او بدلون رامنځته کړي.
د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « له نړۍ او په ځانګړې توګه امریکا سره ښو روابطو لپاره باید د دوښمنۍ پر ځای دوستۍ ته مخه کړي. تاسو ته مالومه ده چې غربي نړۍ سره د افغانستان د ولس او جغرافیې نږدې کېدل د افغانستان د خلکو د اقتصاد او ژوندانه لپاره د ترقۍ کاروان په جوړېدو کې به ډېره مرسته وکړي.»
په همدې حال کې ځینې نور بیا د بندیانو آزادول د امریکا له لوري فشار بولي چې په خبره یې اسلامي امارت به یې ونه مني.
دوی وايي، اسلامي امارت دې په اسانۍ هغه امریکايي وګړي نه آزادوي چې دلته يي جرمونه کړي.
د سیاسي چارو شنونکی فیض محمد ځلاند وايي: « امریکا په نړۍ کې د یوه زبرځواک په توګه او د داسې یوه هېواد په توګه چې د نړۍ په ډېپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو کې ژور کردار لوبوي، ښه به دا وي چې له هغوی سره موږ خپلې اړیکې په هغو محورونو باندې جوړې کړو چې په کې د افغانستان، اسلامي او افغاني ارزښتونو خوندیتوب مشروط وي.»
د یادودنې وړ ده له دې څو ورځې وړاندې سرپرست حکومت د ګوانتنامو له زندانه د یوه افغان وګړي محمد خان په بدل کې دوه تنه امریکايي وګړې آزاد کړل.