Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ناروې کډوالو شورا: روان ژمی د ډېری افغانانو لپاره له کړاوونو ډک دی

یان ایګلنډ: نړۍ افغانان له یاده ایستلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/01

د ناروې کډوالو شورا مشر له فرانس پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې د افغانانو پر وړاندې د بې ‌تفاوتۍ له امله پر نړيوالو نيوکه کړې او ویلي يې دي، نړۍ د سرپرست حکومت له واکمنېدو راهيسې عامو افغانانو ته هم شا کړې.

يان ایګلنډ زياته کړې، افغانې ښځې په اروپايي هېوادونو کې د غونډو جوړولو ته اړتيا نه لري، بلکې په خبره يې دوی د خپلو حقونو اعادې لپاره د نړيوالو دخالت ته اړمنې دي.

د ناروې کډوالو شورا رئيس زیاته کړې: « افغانې ښځې په پاریس، کوپنهاګن او یا هم په اوسلو کې بل سیمینار ته اړتیا نه لري. دوی زموږ ښکېلتیا او په افغانستان کې د دوی د حقونو لپاره زموږ ګډې مبارزې ته اړتیا لري.»

نوموړی همدا راز د اروپایي ټولنې له غړیو هېوادونو غواړي چې استازي یې په کابل کې پاتې شي او د ښځو حقونو د تامين لپاره د مبارزې په موخه دې له سرپرست حکومت سره بحثونه وکړي.

د ښځو حقونو یو شمېر فعالانې هم نیوکه کوي چې د نړيوالو له لوري لفظي ملاتړ او د اعلامیو له لارې غندنه اغېزناکه نه ده.

د ښځو حقونو مدافع مذلفه کاکړ وايي: « له ۲۰۲۱ کال راهیسې بشري موضوعات په افغانستان له جدي محدودیتونو سره مخامخ دي او نړیوالې ټولنې یوازې تر اعلامیو خپرولو، غندونو او سیاسي فشارونو پورې بسنه کړې؛ موږ د دوی عملي ګامونه نه دي لیدلي. لاهم افغانستان کې د نجونو پرمخ د تعلیم دروازې بندې دي، لاهم د کار کولو زمینه نه ده ورته برابره شوې، لاهم په ټولنه کې د سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو اجازه نه ورکول کېږي. د افغانستان ښځې په اوسني وضعیت کې لفظي ملاتړ ته نه بلکې عملي اقداماتو ته اړتیا لري.»

بله خوا، د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وایي، سرپرست حکومت دې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده ‌کړو او ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړي، ترڅو نړیوالو ته دا زمینه برابره نه شي چې پرې نیوکې وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: «موږ باید نړیوالو ته دا زمینه برابره نه کړو چې زموږ د هېواد عزت، حیثیت او شرف باندې نیوکې وکړي، تورونه ولګوي او د افغانستان د ښځو حقونو دفاع بهرني هېوادونه وکړي.»

د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « موږ افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو ورکولو او د ښوونځیو دروازې خلاصولو په اړه مبارزه مخته وړو. ښه خبره دا ده چې نړیواله ټولنه د طالبانو په حضور کې داسې ناستې او کنفرانسونه دایر کړي چې په کې طالبان دې ته مجبور شي چې د نجونو پر وړاندې د مکاتبو او کار دروازې خلاص کړي.»

له ۲۰۲۱ زېږدیز کال راهیسې چې اسلامي امارت بیا ځل واک ته ورسېد، لومړی یې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو، بیا د پوهنتونونو او د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر میاشت کې د طبي نیمه لوړو زده ‌‌کړو دروازې وتړلې.

سرپرست حکومت دا پرېکړې لنډمهاله بولي، خو د څه کم څلورو کالو په تېرېدو سره هم دغو ستونزو ته د حل لارې نه دي موندل شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist