چیلي کې د هغو ماشومانو لپاره هم د کورونا واکسین پیل شو، چې عمرونه یې شپږو تر یوولسو کلونو پورې دي.
د چیلي حکومت یاد کمپاین په ښوونځیو کې پیل کړی او د دې چارې لپاره یې د هغوی له والدینو لیکلې اجازه هم ترلاسه کړې ده.
هلته په ورته مهال کې د هغو تنکیو ځوانانو د واکسین بهیر هم روان دی، چې عمرونه یې له دوولسو تر اتلسو کلونو پورې دي.
سیمه ییز چارواکي وایي، شپږ کلنو ماشومانو ته د کورونا واکسین جبري نه، بلکې په داوطلب ډول لګول کېږي.
د مالوماتو له مخې، په چیلي کې د کم عمره ماشومانو شمېر یو نیم میلیونه دی او ټاکل شوې ټولو ته تر سپټمبر میاشتې پورې د ساینوواک واکسین ورکړل شي.