ملګرو ملتونو د ۱ اعشاریه ۲ ملیارده ډالرو اعلان شوو مرستو له جملې ۱۳۱ میلیونه ډالر ترلاسه کړي او له افغانستان سره به بشري مرستې وکړي.
راپورونه د ملګرو ملتونو د ویاند سټیفان دوجریک له قوله وایي، دوی د ۶۰۶ میلیونه اعلان شوو مرستو له جملې ۱۳۱ میلیونه ډالره ترلاسه کړي هغه چې یو شمېر هېوادونو له افغانستان سره د روان کال تر پایه ژمنه کړې وه.
ښایي پاتې نورې اعلان شوې مرستې د روان کال تر پایه اړوند هېوادونه ملګرو ملتونو ته وسپاري.