Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سږ کال د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د افغانستان په استازیتوب هېچا خبرې ونه کړې

admin by admin
2021/09/28

که څه هم ملګرو ملتونو ویلي و، چې د افغانستان په استازیتوب به د تېر حکومت استازی غلام محمد اسحق زی خبرې وکړي، خو هغه خپله له خبرو کولو ډډه وکړه.

سرچینې وایي، تېره ورځ غلام محمد اسحق زي په ملګرو ملتونو کې د ویناوالو له لیسته خپل نوم حذف کړ.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د مخکیني حکومت استازي غلام محمد اسحق زي ویلي، د ملي ګټو خوندي کولو لپاره یې عمومي اسمبلۍ ته له وینا کولو ډډه وکړه.

ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ په خپل ټویټر لیکلي، د ملي ګټو، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ خوندیتوب او د اوږده مهال لپاره د ملګرو ملتونو او امنیت شورا له غړو سره د همکاریو د دوام لپاره د عمومي اسمبلۍ په عمومي غونډه کې له وینا کولو ډډه وشوه.

په ټویټر پیغام کې دا هم ویل شوي، چې دایمي استازولي به د افغانستان څوکۍ خوندي ساتلو سره سره خپل کار او فعالیتونه روان ساتي.

اسلامي امارت تېره اونۍ ملګرو ملتونو ته یو لیک استولی و، چې په کې دغې غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ګډون غوښتنه شوې وه او لیکل شوي و، چې اسحاق زی په ملګرو ملتونو کې له دې وروسته د افغانستان استازی نه دی. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist