Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: افغانستان ته د راغلو نړیوالو ډیپلوماټانو سفرونه بې پایلې دي

admin by admin
2021/09/27

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وایي، هغه بهرنيان چې له افغانستان څخه لیدنه کوي، د کوم سیاسي پروسیجر پراساس نه دي راغلي دي.

په ورته وخت کې  دوی وايي، کوم ډیپلوماټان چې له بهرنیانو سره په خبرو بوخت دي، په خپلو دندو کې بریالي او ګټور نه دي.

دوی ټېنګار وکړ چې اسلامي امارات باید سیاسي دستګاه کې داسې کسان وګوماري چې افغانستان له انزوا وژغوري.

د سیاسي چارو شنونکی هاتف مختار وايي: «ځینې ټیمونه چې دلته راځي او هغوی خبرې کوي، پایلې ته نه رسېږي، مانا یې دا ده کوم ډیپلوماټان چې اوس له بهرنیانو سره خبرې کوي هغوی په خپلو دندو کې ګټور نه دي، افغانستان باید له انزاو ووځي . افغانان په حساسو شرایطو کې دي، داسې ډیپلوماټانو ته اړتیا ده چې افغانستان له اقتصادي او نړیوالو ستونزو وباسي.»

تر اوسه پورې چې کوم نړیوال افغانستان ته د طالبانو د لیدو لپاره راغلي، سفرونه یې نا اعلان شوي دي.

د شنونکي په باور دا کسان د بشري حقونو برخه کې مسولیت لري او تراوسه پورې په ډیپلوماټیکو اصولو څوک کابل ته نه دي راغلي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب عارض وايي: «کوم کسان چې افغانستان ته د اوس لپاره راغلی هغه د بشري حقونو مسولین دي، تر اوسه پورې په ډیپلوماټیکه توګه کوم څوک نه دي راغلي. افغانستان په اساسه مرحله کې ده او طالبان هڅه کوي چې نړیوال وهڅوي. باور دا ده چې مشرانو به ورسره په اساسي مسایلو خبرې کړي وي او نتایج یې نه دي څرګند.»

سره له دې چې د طالبانو له واک ته رسېدو یوه نیمه میاشت کېږي، خو تراوسه پورې یو هېواد هم د طالبانو حکومت نه ده منلی.

د سیاسي چارو شنونکي اوس غوښتنه کوي، د طالبانو او نړیوالو ترمنځ دې د لیدنو او ناستو پایلې له خلکو سره شریکې شي.

دوی وايي، افغانان ناهیلي دي او اړتیا لري چې د خپل هېواد په راتلونکې ښه پوه شي.

د سیاسي چارو شنونکی  حکمت حکمت وايي: «هېڅ بهرنی د افغانستان د حکومت اجازې پرته حق نه لري چې سفر وکړي. د نړیوالو او ګاونډیانو د استازو سره د ناستې اجنډا د بحث پروسه او نتایج باید له رسنیو او ولس سره شریک شي، ترڅو موږ له دې انزيوایي او بې ثمره حالت څخه ووځو.»

روسیه، چین او پاکستان د طالبانو په اړه زیات فعال دي. دغه هېوادونه غواړي طالبانو سره ښې اړیکې ولري، خو همدې هېوادونو هم طالبان په رسمیت نه دي منلي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist