Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې د خپرندویه ټولنو مسوولین: د کتابونو چاپ او پېر بازار سوړ شوی 

admin by admin
2021/09/27

په کابل کې د خپرندويه ټولنو مسولين وايي، له نږدې دوه میاشتو راهیسې یې کار په ټپه درېدلې او د کتاب اخېستلو تقاضاء کمه شوې ده.

سره له دې چې افغانستان کې له وړاندې د مطالعې فرهنګ زیات عام نه و، خو بيا هم د کتابونو د چاپ بهير ګړندی او آن هرې خپرندويه ټولنې به په مياشت کې لسګونه ټوکه درسي او غيرې درسي کتابونه چاپول.

اوس چې د افغانستان خلک له ګڼو اقتصادي ستونزو کړيږي، د خپرندويه ټولنې مالکين يې هم همدا علت بولي او وايي، که د خلکو اقتصاد ښه نه شي، د دوی کاروبار ورسره نور هم د خرابېدو خواته ځي.

د اکسوس کتاب پلورنځي مدير نصرت الله رحيمي وايي:«د  تېر په څېر د مطالعې زده کوونکي  کتابخانې ته راتلل او موږ به چې کوم کتابونو چاپ کول يا ژباړل نو بازار ښه و. موږ به په اوونۍ  کې دوه يا درې کتابونه  چاپ کول. هغه رقم اوس نشته دی. محصلين هم د پوهنتون د رخصتۍ له امله په کور ناست دي، اول کورونا وه اوس جمهوري نظام په اسلامي امارت بدل شو، په دې کې زیات مشکلات دي،محصلين هم له ستونزو سره مخ دي.»

زده کړيالان هم مني،چې بېکارۍ او کمزوري اقتصاد دا برخه اغېزمنه کړې او ډېری ټولنې د کتاب چاپ او خلک یې اخېستلو ته زړه نه ښه کوي.

د کابل پوهنتون یو تن زدکړیال احمد شاه بيان وايي:« يو خوا اقتصادي خراب دی، کله چې حکومت تغير شو، کله چې نظام تغير شو، اقتصادي وضعیت پر ټپه ولاړ ودرېد. اقتصادي وضعيت ته يې ستر تاوان واړوه، نو همدغه اقتصادي وضعيت له زدکړیالانو سره مستقیمه اړيکه لري. نو کله چې د خلکو اقتصاد ضعيفه وي، هغوی توان نه لري چې کتاب واخلي.»

له هېواده د خلکو وتل، نشه يي توکو ته د خلکو د مخ کېدو او د مطالعې د پرمختګ په برخه کې د لیکوالو د رول په اړه په کابل کې له مېشت ليکوال مېرزا ګل جلالزی داسې وايي:« داسې دې وکړي،چې د وطن پرستۍ په هکله دې ليکنې وکړي او خلکو ته دې ورزده کړي، چې وطن او وطن پرستي اصلي کار دي. د ليکوال او ويونکي تر څو خلک په دې يقيني کړي چې دا مو وطن دی. دا زموږ خاوره ده او موږ د دې خاورې له پاره خدمت کوو.»

عام باور دا دی، که د هېواد اقتصادي برخې د ښه والي له پاره جدي هڅې وشي، لرې نه ده،چې د خپرندويه ټولنو او کتابخانو اوسنی خراب وضعيت تر يوه حده ښه شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist