Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ملکي هوايي چلن اداره: د کابل نړیوال هوايي ډګر نړیوالو الوتنو ته چمتو شوی

admin by admin
2021/09/27

د افغانستان ملکي هوايي چلن اداره وايي، د کابل نړیوال هوايي ډګر نړیوالو الوتنو ته چمتو شوی او وخت یې دی چې نړیوالې الوتنې ترې پیل شي.

دغې ادارې له نړیوالو هوايي شرکتونود غوښتي چې افغانستان ته خپلې الوتنې بیرته پیل کړي.

د ملکي هوايي چلن ادارې د خبر پاڼې یوه برخه: «د کورنیو او بهرنیو ملکي او سوداګریزو الوتنو لپاره د کابل هوايي ډګر چمتو شوی دی. هوډ لرو چې ټولې ستونزې حل او الوتنې عادي حالت ته را وګرځول شي.»

تحلیل کوونکي بیا د کابل له نړیوال هوايي ډګره د نړیوالو الوتنو د نه پیلېدو یو بل لامل د دولتونو بې باوري بولي، چې تر اوسه کابل د سیمې او نړۍ هېوادونو ته قناعت نه دی ورکړی.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی عبدالحی قانت وايي: «د نړیوالو الوتنو ستونزه نه شته، خو باور د دولتونو ترمنځ مهم دی، کله چي باور رامنځته شي، د حکومتونو ترمنځ د نړیوالو الوتنو ستونزه به خپله حل شي.»

ځیني نور بیا وايي، نړیوالي الوتني په ملکي برخو پوري تړاو لري او د دې امکان نه شته چي نړیوالي الوتني دې بندې شي.

د سیاسي چارو شنونکی میربت خان منګل وايي: «نړیوالې الوتنې خو ملکي نو په دې تړاو د حکومتونو بندیزونو ته اړتیا نشته، چي په امارت یې لګولي دي، ملکي الوتنې ترسره کیږي او کوم ممانعت نه شته دی.»

مسوولین داسې مهال نړیوالو الوتنو ته د کابل له نړیوال هوايي ډګره د چمتووالی خبره کوي چې د یکشنبې پر شپه د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د کابل هوايي ډګر د امنیتي او عملیاتي چارو مسوولیت له اخېستلو انکار وکړ.

د کابل هوایي دګر ته په تیره یوه میاشت کې یوازې د پاکستان، ایران او قطر الوتکو الوتنې کړي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist