Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
محمد علي جان: اسلامي نظام یوازې زموږ پر قربانیو نه دی راغلی بلکې ولس له موږ ډېره قرباني ورکړې

محمد علي جان: اسلامي نظام یوازې زموږ پر قربانیو نه دی راغلی بلکې ولس له موږ ډېره قرباني ورکړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/29

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو  وزارت په نوښت، یو شمېر قومي مشران، ديني عالمان او حکومتي چارواکي د کابل ملي یووالي، د اسلامي نظام ثبات او د ولسونو د یووالي انسجام په نوم غونډه کې راټول شوي دي.

غونډه کې ځينې چارواکي د ملي يووالي ترڅنګ په دې خبرې وکړې چې د سرپرست حکومت لپاره له واحد ملت پرته هېڅ راز قومي او ژبني مسايل مطرح نه دي.

دوی د يووالي د ټینګښت لپاره له هېواده بهر مېشتو سياستوالو هم غواړي چې بېره هېواد ته راستانه شي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست نورالله نوري وايي: « له دې وروسته به نظام په وحدت سره چلوو، که په نظام کې ستونزې لرو، هغه ته به د حل لارې پیدا کوو، یو پر بل به ترحم او شفقت کوو. موږ به ستاسو تر قدم لاندې لېمه ږدو، موږ به د شپې او ورځې ستاسو په خدمت کې یو.»

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین محمد علي جان احمد وايي:« موږ له چا سره تبعیض نه لرو، موږ له چا سره تعصب نه پالو. موږ له چا سره انتقام جويي نه کوو. عزیزانو! زموږه ۲۰ کلنه مبارزه په یوه شعار باندې بنا وه چې د اسلامي نظام اقامه ده. نن چې الله تعالی زموږ پر خاوره اسلامي نظام قایم کړ، تاسو ولیدل چې نه مو له چا سره د جګړې اراده کړې او نه هم جګړه.»

ځينې نور چارواکي د دې ترڅنګ چې یو شمېر افراد او کړۍ د افغانانو ترمنځ په نفاق اچولو تورنوي، ترڅنګ یې وايي، د دوی ډېری پلانونه يې شنډ کړي دي.

د کابل والي امین الله عبیدي وايي: « موږ د افغانستان په تاریخ کې داسې نظام نه لرو چې د افغانستان په ټوله جغرافیه واکمن وي او اسلامي نظام په هر ځای کې حاکم وي.»

قومي مشران او ديني عالمان هم له سرپرست حکومته د ملي يووالي او د خلکو ستونزو ته د حل لارو موندلو په اړه غوښتنې لري.

قومي مشر میرغلام جیلاني وايي: « موږ هغه وخت کولی شو خپلو آرمانونو ته ورسېږو چې متحدانه او متفقانه یو بل ته د اسلامي ورورولۍ لاسونه ورکړو، همدې وروولۍ ته ژمن اوسو او پرې عقیده ولرو.»

قومي مشر محمد ولي ناصري وايي: « که څه هم موږ مالومات لرو چې د وخت په تېرېدو سره به دا ټولې ستونزې حل کېږي، خو موږ ډېرې اوبه لرو او که مدیریت شي، کولی شي د هغو ژورو څاه ګانو د کېندلو مخه ونیسي چې هېواد ته مو ضرر لري.»

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت چارواکي بيا اوسنی سرپرست حکومت د خلکو د ارادې پر بنسټ جوړ شوی بولي او ډاډ ورکوي چې د خلکو غوښتنو منلو ته به لومړيتوب ورکوي.

د دغه وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین محمد علي جان احمد  په دې اړه وايي: « دا نظام زموږ او ستاسو ګډ کور دی، دا نظام یوازې د مجاهد په قربانیو نه دی راغلی، طالب نظام ځان ته نه منصوبوي، طالب نظام ځان ته نه محصوروي او خپل شخصي مال یې نه ګڼي، بلکې دا نظام زموږ د مجاهدینو او ولس ګډ کور دی؛ څومره قرباني چې موږ ورکړې، دوه چنده یې عام ولس او ملت ورکړې.»

د سرپرست حکومتي چارواکي داسې مهال د ولس غوښتنو د منلو ډاډ ورکوي چې ولس په تېرو درېیو کالو کې په وار وار له سرپرست حکومته د تعليم او تحصيل په شمول په ګڼو برخو کې غوښتنې کړې، خو لا نه دي منل شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist