د امریکا پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، چې د پلان له مخې ټاکل شوې وه، افغانستان کې د باګرام اډې پرته نورې ټولې اډې په بمونو والوځول شي
نوموړي، چې سنا مجلس ته یې د خپل یوه نوماند په کمپاینې غونډه کې خبرې کولې وویل، د باګرام اډه یې چین ته د نږدې والي له کبله ساتله.
د هغه په خبره، امریکا په افغانستان کې یوه لویه او ښایسته پوځي اډه درلوده، چې میلیاردونه ډالره پرې لګول شوي وو، خو اوس هغه اډه د چین په لاس کې ده.
ټرمپ یو وار بیا د جوبایډن په ادارې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې له افغانستان څخه د امریکایي پوځیانو دا ډول ایستل د اوسنۍ ادارې د بې کفایتۍ تر ټولو بد مثال و.