Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مسافر: د سپین بولدک ـ چمن ترمنځ دروازه کې  د پاکستاني پولیسو له لوري وډبول شو

admin by admin
2021/09/27

د سپین‌ بولدک – چمن تر منځ دروازه کې لا هم هره ورځ زرګونه سوداګر، کاروباریان او ناروغان پاکستان ته د تللو هڅه کوي،خو د نامنظم سیسټم له امله ګڼه ګوڼه زیاته ده او ډېری وخت د مسافرو د مرګ ژوبلې لامل  کېږي.

پر دغه دروازه پاکستان ته اوښتي مسافر وايي، یاده دروازه کې د ګڼې ګوڼې تر څنګ د پاکستاني پولیسو له لوري د مسافرو وهل ډبول اوس یوه عادي خبره ګرځېدلې او په خبره یې  اوښتتونکو ښځینه مسافرو سره د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلن پېښې هم زیاتې شوي دي.

پاکستان ته تلوونکي مسافره زرغونه وايي:« دلته له څو ورځو راهیسې انتظار وم، کله چې تر دروازه تېره شومه، پاکستاني پولیسو ته مې د خپل خاوند پاکستانی شناخت کارټ ښکاره کړ، هغې نه منی، زه یې ووهلم، زما زوی یې وواهه، بد رد یې هم راته وویل.»

د یادې دروازې دې خواته ولاړ طالب چارواکي،چې د خلکو په منطم کولو بوخت دی وایي، هڅه کوي، له دروازې دې خواته تلونکي مسافر منظم او ګڼه ګوڼه کمه شي.

یو طالب چارواکی وايي:« دلته ولاړ یم، د خلکو او تلوونکو مسافرو د نظم دنده را پر غاړه ده. ګڼه ګوڼه زیاته ده،د خلکو شمېر ډېر دی، خو هڅه کوو،چې دا ګڼه ګوڼه کې خلکو ته د زیان مخه ونیسو.»

په سپین ‌بولدک کې د افغان کمېساري مسوولین وايي، دوی ته تر اوسه د لارې د ستونزو حل په اړه ډاډ نه ‌دی ورکول شوی.

سپین بولدک ولسوالۍ کې افغان کمیسار  زاعم آغا وايي:« موږ هڅه کوو،چې دغه ستونزه له دوست هېواد پاکستان سره د خبرو له لارې حل  کړو،خو اصل ستونزه د دغې لارې لغړیانو جوړه کړې. د دوی د بې غورۍ له امله مسافر په ستونزه کې وي. هغه کسان چې پاکستان ته د تللو اړتیا یې زیاته نه وي، پر دغه لاره دې نه ځي.»

تر دې وړاندې د کندهار والي ملا محمد یوسف ویلي،د پاکستاني کونسل سره یې د یادې لارې په اړه خبرې کړي دي. 

پر دغه لاره د خلکو د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله کله کله د مسافرو د مرګ ژوبلې خبرونه هم ورکول کېږي.

له تېرو دوه میاشتو راهیسې پر دغه لاره د خلکو ګڼه ګوڼه او بې نظمۍ زیاتې شوي،  نه ‌یوازې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګرۍ ته دروند زیان رسېدلی،بلکې هغه کسان هم له ستونزو سره مخ شوي،چې د درملنې او نورو اړتیاوو لپاره پاکستان ته ځي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist