د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت کابل ته د ایران د جګ پوړي پلاوي د سفر جزئیات له رسنیو سره شریک کړل.
د دې وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وايي، د ایران له بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سره یې په دوه اړخیزو اړیکو، د هلمند سيند اوبو او کډوالو په برخو کې پر همکاریو خبرې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې، له ایراني لوري سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډېپلوماټیکو اړیکو د لا پراختیا په اړه هم خبرې کړې.
متقي په دې اړه وايي: « په دې اړه هم بحث وشو چې څنګه کولی شو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډېپلوماټیکو اړیکو سطحه پورته کړو، د اسلامي امارت له خوا جمهوري اسلامي ایران ته سفیر واستول شي، هلته هم ومنل شي؛ په دې اړه خبرې وشوې او هغوی به دا موضوع له خپلو مشرانو سره شریکه کړي، هیله لرو چې پرمختګ هم وشي.»
واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، دا د ایران د لوړ پوړي چارواکي په توګه کابل ته د عراقچي لومړی سفر و.
متقي وايي، ایراني لوري ته یې په ډاګه ويلي چې اسلامي امارت د اوبو په مساله کې د هلمند او نیمروز او د ایران د سیستان او بلوچستان خلکو ترمنځ توپیري چلن نه کوي.
د بهرنیو چارو سرپرست زیاته کړې:« د سیستان او بلوچستان بېچاره خلک هم زموږ وروڼه دي. په صراحت مو وویل چې موږ د هلند او نیمروز او د سیستان او بلوچستان د خلکو ترمنځ توپير نه کوو. که په دې برخه کې ستونزې پیدا شوې دي، نو دلیل یې وچکالي ده.»
له ایراني چارواکو سره د خبرو بله موضوع په ایران کې د افغان کډوالو ستونزه وه. د ایراني چارواکو د شمېرو له مخې، دامهال په دې هېواد کې ۴.۵ میلیونه افغان کډوال مېشت دي.
له وروستيو څو کلونو راهیسې د بشري حقونو ادارې ایراني چارواکي له افغان کډوالو سره په ناوړه چلن تورنوي.
د پولیسو له لوري د ربړونو، په ګډه پوله د وژنو او د ایراني محاکمو له لوري د یو شمېر افغانانو پر خپلسرو اعدامونو سختې نیوکې کېږي.
د بهرنیو چارو سرپرست په ایران کې د افغانستان کډوالو ته په اشارې وایي، د ایران له جګ پوړي پلاوي سره یې د افغان کډوالو روان وضعیت په اړه هم مثبتې خبرې کړې دي.
هغه زیاته کړې: « د هغو مهاجرانو په اړه چې هلته ژوند کوي، ښکاره خبره ده چې ستونزې شته. که دا ستونزې په بانکي برخه کې وي، یا امنیتي او قضايي برخو کې، په دې اړه هم خبرې وشوې او خبرې هم ګټورې وې.»
د ایران له پلاوي سره له دوه اړخیزو اړیکو، د هلمند اوبو او د کډوالو په برخو کې پر همکاریو سربېره، دواړو لورو د ټرانسپورټي او ټرانزيټي لګښتونو په کمولو او په افغانستان کې د ایران د پانګونې په ډېرېدو هم بحثونه شوي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویلي، د دې وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د عراقچي پر مشرۍ له ايراني پلاوي سره په کتنه کې له چابهار بندره د پراخې ګټه اخیستنې په اړه خبرې کړي او ایران ته د افغانستان د صادراتو پر ډېرېدو هم ورسره غږېدلی دی.