Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خیبر: د یوناما راپور له حقیقته لرې او په تړاو یې اندېښنې بېځایه دي

خیبر: د یوناما راپور له حقیقته لرې او په تړاو یې اندېښنې بېځایه دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/29

امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت د یوناما د هغه راپور په اړه غبرګون ښودلی چې د تېر ۲۰۲۴زېږدیز کال د وروستیو درېیو میاشتو پر مهال یې افغانستان کې د بشري وضعیت په تړاو خپور کړی و.

د دې وزارت ویاند د یوناما په راپور کې د ښځو او رسنیو د حقونو نقضول او د هغوی د ټولنیزو حقونو محدودولو په تړاو ادعاوې رد او له حقیقته لرې ګڼلې دي.

سیف الاسلام خیبر وايي، د اسلامي اصولو، دیني او افغاني ارزښتونو سره سم یې د خلکو ټول حقونه خوندي کړي او له یوناما یې غوښتي چې د دې وزارت لاسته راوړنې دې له پامه نه غورځوي او په خپلو راپورونو کې دې د افغانانو دیني او فرهنګي ارزښتونه په پام کې ونیسي.

خیبر په دې اړه وايي:« تېره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د بشري حقونو د وضعیت په تړاو راپور خپور کړی او یاد راپور کې یې د امربالمعروف او نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د بیان آزادۍ ترڅنګ د ښځو د حقونو او بنسټیزو آزادیو محدودولو یادونه کړې. یاد وزارت دغه اندېښنې او نیوکې بېځایه او له حقیقت لرې او د غربي لیدلوري پر بنسټ بولي او پر کلکه یې ردوي.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د سلواغې پر ۸ مه د یوه تازه راپور په خپرولو سره د تېر ۲۰۲۴زېږدیز کال په وروستیو درېیو میاشتو کې د افغانستان بشري وضعیت، د ښځو حقونه، د رسنیو او بیان آزادي او امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بللي.

د یوناما په راپور کې ویل شوي، په دې موده کې د نجونو پر طبي انسټېټېوټونو د بندیز ترڅنګ پر هغوی د محدودیتونو زیاتېدو، د ښځو حقونه او بنسټیزې آزادۍ اغېزمنې کړې دي.

د یوناما راپور په یوه برخه کې راغلي: « سرپرست چارواکي د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت د قوانینو پلي کولو له لارې د ښځو او نجونو پر وړاندې تبعیضي چلن ترسره کړی او د بشري حقونو ترڅنګ یې د هغوی بنسټیزې آزداۍ اغېزمنې کړې دي.»

په دې راپور کې راغلي، په دې موده کې د امربالمعروف وزارت محتسبینو په ټول هېواد کې پر ۱۹۴ کسانو تعزیري سزاګانې عملي کړې چې په کې د قصاص قضیې او په درو وهل شامل دي او په وینا یې، دغه سزاګانې په عام محضر کې تطبیق شوې دي.

په ورته مهال، یو شمیر ښاریان وايي د امربالمعروف وزارت د محتسبینو له لوري ورته توصیه شوې خو له محرم پرته هوټلونو ته د ښځو پرتګ بندیز نه دی لګول شوی.

کابل کې د یوه هوټل مدیر امیر سعادت وايي: « موږ له امربالمعروف  راضي یو. دلته راځي او موږ نه پوښتنه کوي چې څه رقم خلک راځي او څه رقم نه راځي. موږ له دې هم راضي یو چې وايي ښځې بې حجابه مه پرېږدئ، موږ هم بې حجابه ښځو ته اجازه نه ورکوو، دا خو شرعي او اسلامي نظام دی او یوازې په امربالمعروف نه کېږي، بلکې پر موږ او تاسو هم فرض عین ده او موږ هم باید اجراأت وکړو. موږ هم دلته بې حجابه ښځو ته اجازه نه ورکوو، دلته ښځې او نارینه ټول د خپل هدف لپاره راځي.»

موټر چلوونکي هم د امر باالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د محتسبینو له لوري د هغو ښځینه سورلیو په اړه چې شرعي محرم ورسره نه وي، له موټر ښکته کولو آوازې ردوي.

موټر چلوونکی محمد وايي: « موږ چې کله سورلي پورته کوونکو، که محرم ولري یا یې ونه لري، امربالمعروف له موږ سره مشکل نه لري. هر ځای چې تللي یو، تر اوسه یې موږ نه یو درولي؛ یوازې دومره وايي چې اسلامي حجاب رعایت کړئ، له دې ها خوا یې موږ ته څه نه دي ویلي.»

کابل ښار کې ټکسي چلوونکی حمیدالله وايي: « نه خیر، د امارت په درېيو کالو حکومت کې د امربالمعروف له خوا موږ ته کومه ستونزه نه ده جوړه شوې. موږ تل ښځینه سورلۍ پورته کوو، خو کوم مشکل نه دی رامنځته شوی.»

د یوناما راپور کې دغه راز راغلي چې یاد وزارت په کندهار، تخار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځور پر خپرولو بشپړ بندیز لګولی او پر رسنیو یې ځینې محدودیتونه لګوي او په دې کار سره یې په هېواد کې رسنیز فعالیت او آزادي اغېزمنه کړې ده.

د یوناما د راپور یوه برخه کې راغلي: « د اوکټوبر له لومړۍ نېټې د ډېسمبر تر ۳۱مې پورې، د یوناما بشري حقونو برخې د تعزیري سزاګانو ۱۹۴ قضیې مستند کړې چې په کې ۱۵۰ تنو نرانو، ۳۹ ښځو، څلورو هلکانو او یوې نجلۍ ته د سزا ورکول شامل دي.»

یوناما په خپل راپور کې دا هم ویلي، په دې موده کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر سرپرست له برید سربېره په کابل، تخار، سرپل او بغلان ولایتونو کې ۷ بریدونو ترسره شوي چې په کې یوشمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist