د لا پالما ټاپو اورغورځونه د غره له لمنو د راښکته کېدو او په هوارو سیمو کې د خورېدو په حال کې ده.
دغه اورغورځونه له نیمې پېړۍ وروسته یو څو ورځې وړاندې پیل شوی، چې د سیمې اوسېدونکي یې له خپلو کورونو وتلو ته اړ کړي دي.
ویل کیږي، چې دغه اورغورځونه کابو ۲۰۰۰ متره لوړ والی لري او تر دې دمه څه باندې څلویښت کیلومتره خپره شوې ده.
له سیمې په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري، چې دغې اورغورځونې شااوخوا ودانۍ او کلیساګانې هم ویجاړې کړي دي.