اسلامي امارت د ملګرو ملتونو پر هغې پرېکړې اعتراض کړی، چې ویلي یې دي، د طالبانو استازی د ملګرو ملتونو په ۷۶مه عمومي اسامبلې کې ګډون او وینا نه شي کولای.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، دوی حق لري د افغانستان استازیتوب وکړي او د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې برخه واخلي.
سهیل شاهین ویلي، دوی د خلکو ملاتړ لري او د دې وړتیا لري، چې د خپلو خلکو او هېواد دفاع وکړي.
ښایي نن دوشنبه غلام محمد اسحاقزی د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د افغانستان په استازیتوب وینا وکړي، چې طالبانو ویلي، اسحاقزی د تېر حکومت غړی و، چې د افغانستان په هېڅ برخه کنټرول نه لري نو په کومو اصولو د افغانستان په استازیتوب خبرې کولی شي.