د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر لویجي دي مایو ویلي، نړۍ باید افغانستان له اقتصادي ناورینه وژغوري.
د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د طالبانو په رسمیت پېژندل ځکه ورته ستونزمن دي، چې په خبره یې د طالبانو کابینه کې ۱۷ کسان داسې دي، چې په ترهګریزو فعالیتونو تورن دي.
طالبان د اګسټ په ۱۵مه کابل ته ننوتل، خو تر اوسه هېڅ یوه هېواد هم د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.