د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان سي بي ایس ټلویزیون ته ویلي، افغانستان کې حکومت ټول شموله نه دی او باید ټولو قشرونو ته په کې ونډه ورکړل شي.
اردوغان ویلي «تر څو چې دا پوښتنه وي، مونږ به افغانستان کې حضور ونلرو. خو که حکومت ټول شموله شي، مونږ به هلته اوسو».
اردوغان زیاته کړې، « کله چې میرمنې د ژوند په مختلفو اړخونو کې فعالې شي، مونږ یې ملاتړ کوو ».
وړاندې تر دې، چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېږي، ترکیې پلان درلود، چې د کابل نړیوال هوایي ډګر د امنیت او چارو سمبالښت پر غاړه واخلي، خو د طالبانو له راتګ وروسته چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووتل، ترکیې هم خپل پوځ وایست.