د افغانستان بانک ویلي، د لومړي وزیر مرستیال عبدالسلام حنفي د خصوصي بانکونو له استازو سره کتلي او د ستونزو پر حل یې خبرې ورسره کړي دي.
د خصوصي بانکونو استازو سره په ناسته کې د سوداګرۍ او مالیې وزارتونو چارواکو هم برخه اخیستې وه او د امنیت خوندیتوب ترڅنګ یې د پیسو پر لېږد او د بانکي سیستمونو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
د لومړي وزیر مرستیال مولوي عبدالسلام حنیفي ویلي، د بانکونو د بیا فعالیت لپاره به ډاډمنه فضاء رامنځته کړي او شته ستونزې به د قوانینو په رڼا کې حل کړي.