Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بغلان کې د ۱۰ ولسوالیو خلک له برېښنا بې برخې دي

بغلان کې د ۱۰ ولسوالیو خلک له برېښنا بې برخې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/27

د بغلان ولایت له ۱۵ ولسواليو یوازې ۵ ولسوالۍ دولتي برېښنا لري او پاتې ۱۰ ولسوالیو کې د برېښنا نه شتون خلک له ستونزو سره مخ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې بغلان ولایت نه یوازې د وارداتي برېښنا په مسیر کې پروت دی بلکې دې ولایت کې د برېښنا د تولید دوه بندونه شته او د درېيو فعالو توربينونو په لرلو سره، هر ساعت کې ۹ مېګاواټه برېښنا توليدوي.

ځايي خلک له سرپرست حکومته غواړي چې د برېښنا وېش دې منظم کړي او هغو سيمو ته دې هم برېښنا ورسوي چې خلک په کې د شپې له خوا په تيارو کې اوسي.

د بغلان اوسېدونکی نعمت الله وايي: « د امارت له چارواکو او په ځانګړې توګه د برېښنا له مسوولینو غوښتنه کوم چې د ډنډ غوري په ګډون نورو ولسوالیو ته چې برېښنا نه لري هم برېښنا ورسوي. باید ټولو ته یوشان برېښنا ورسول شي، انکشاف باید متوازن وي او ټولو ولسوالیو ته پاملرنه وشي.»

د بغلان بل اوسېدونکی هدایت الله حسیني وايي: « موږ په ۲۴ ساعتونو کې دایمي برېښنا نه لرو، ځکه چې افغانستان کې د برېښنا ستونزه ډېره او زموږ د برېښنا تولید کم دی. که څه هم د وارداتي برېښنا له امله وضعیت یوڅه ښه شوی، خو بیا هم ستونزې شته دي.»

چارواکي بیا د روان کال له پیل څخه تر دې مهاله بغلان ولایت کې دوه زره کورنیو ته د برېښنا رسولو خبر ورکوي او زیاتوي، دا برېښنا يې د خلکو او سرپرست حکومت په مالي همکارۍ هغو سيمو ته وصل کړې ده چې له دې وړاندې په کې برېښنا نه وه.

د بغلان برېښنا رییس ملا سردار ولي حمزه وايي: « موږ شاوخوا یو زر ۷۰۰ کورنیو ته برېښنا رسولې ده. موږ تر اوسه ۱۵ پایې نوي ټرانسفرمرونه نصب کړي چې شپږ یې د شخصي خلکو له خوا د تجارتي مارکېټونو، صنعتي پارکونو او رهایشي کورونو ته لګول شوي او د خلکو له خوا په شخصي لګښت برابر شوي دي. د نهو پایو ټرانسفرمرونو لګښت د افغانستان برېښنا شرکت ورکړی چې ۱۴ میلیونه او ۹۰۰ زره افغانۍ مصرف پرې راغلی او مختلفو ولسوالیو ته ورکړل شوي دي.»

د بغلان برېښنا رییس دغه راز وايي، د روان کال په نهو میاشتو کې بغلان برېښنا ریاست ٦٧١ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي چې  د تېر کال پرتله ٣٠ سلنه زیاتوالی ښيي.

ملا سردار ولي حمزه په دې اړه وايي: « موږ په نهو میاشتو کې ۶۷۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي او د برېښنا شرکت ته مو سپارلي. دا عواید د تېر کال پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي.»

د مالوماتو له مخې، دا مهال په بغلان کې ٦١ زره کورنۍ برېښنا ته لاسرسی لري او دغو کورنیو ته وېشل کېدونکې ۴.۵ مېګاواټه برېښنا په بغلان کې له داخلي سرچینو توليدېږي او پاتې ١٨میګاواټه برېښنا له تاجکستان او ازبېکستان هېوادونو پېرل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist