د فرانسې، نیپال، جاپان او چین په ګډون د شاوخوا څلوېښتو هېوادونو شنونکو د بشر حقونو له نړیوال سازمان غوښتي، چې په افغانستان کې د امریکا پر ظلمونو چوپ پاتې نه شي.
دغې ډلې شنونکو د چین په یوه پوهنتون کې د بشري حقونو په تړاو په جوړ شوي انلاین کنفرانس کې برخه اخیستې او امریکا یې په افغانستان کې د بشري حقونو پر نقض تورنه کړې ده.
دغو نړیوالو شنونکو ویلي، امریکا افغانستان کې بشري حقونه نقض کړي، باید ځواب ووايي.
شنونکو ویلي، امریکا په تېرو شلو کلونو کې په کراتو افغانستان کې بشر حقونه تر پښو لاندې کړي او بې شمېره ملکیان یې وژلي دي.
یاد شنونکي له ملګرو ملتونو او په ځانګړې توګه د بشر حقونو له نړیوال سازمان غوښتنه ګړې، چې د امریکا پر تېرو کړنو دې چوپ نه پاتې کېږي.