د غور ولایت ځايي چارواکي وايي، پرون شپه په مرکز فیروز کوه کې طالبانو د انسان تښتوونکو پر پټنځای عملیات کړي،چې پرمهال یې دوه انسان تښتوونکي وژل شوي دي.
دوی وايي، دواړه بریدګر انسان تښتوونکي وو،چې د نښتې پرمهال وژل شوي دي.
باختر خبري اژانس بیا راپور ورکړی دی،چې د دغې نښتې پرمهال له انسان تښتونکو سربېره دوه ملکي کسان هم وژل شوي دي.
د غور مرکز فېروزکوه کې د انسان تښتوونکو ډله داسې،مهال په نښه کېږي،چې د غور ګاونډي ولایت هرات کې د شنبې پر شپه د اسلامي امارت ځواکونو د اختطافچیانو څلور کسیزه ډله ووژله او پرون یې جسدونه ښار کې ځړولي وو.