Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسپانیا کې د افغانانو په ګډون د کډوالو لادرکه شوې بېړۍ لا نه ده موندل شوې

اسپانیا کې د افغانانو په ګډون د کډوالو لادرکه شوې بېړۍ لا نه ده موندل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/26

په غیرقانوني او د مرګ له خطرونو ډکو لارو بهرنیو هېوادونو ته تګ هر کال د سلګونه افغانانو ژوند اخلي.

په هېواد کې له سیاسي تحول وروسته دغه بهیر لا چټک شوی او اوس هم ډېری کسان نورو هېوادونو ته د تګ په تکل کې دي.

همدا شاوخوا درې اوونۍ وړاندې له موريتانيا څخه د کډوالو ډګه بېړۍ چې اسپانيا ته پر لارو وه، په سمندر کې ورکه شوې ده.

په بهر کې ځینو سرچینو شمشاد ته تایید کړې چې په دې بېړۍ کې ۱۳ تنه افغانان هم سپاره وو او له ورکېدو راهیسې یې د ۲۰ ورځو په تېرېدو سره، لاهم د برخلیک په تړاو مالومات نه دي ترلاسه شوي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولین وایي، له دې جریانه خبر دي او هڅه کوي چې له اړوند ادارو سره په همغږۍ د دې کسانو په اړه مالومات ترلاسه کړي.

د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت  ویاند عبدالمطلب حقاني وايي: « له موریتانیا هېواد چې کومه کښتۍ اسپانیا هېواد ته روانه شوې او تر اوسه یې په اړه مالومات نه دي ترلاسه شوي، موږ یې په اړه مالومات لرو. موږ خپلې څېړنې او تحقیقات پیل کړي، له ټولو اړوند ادارو سره مو دا خبره شریکه کړې او په ځانګړي ډول له بهرنیو چارو وزارت سره هم په اړیکه کې یو، ترڅو له ټولو اړوند مراجعو څخه مالومات ترلاسه شي او د دوی کورنیو ته اطمینان حاصل شي.» 

له دې ټولو ګواښونو سربېره، په ځينو هېوادونو کې لاهم افغان کډوال له ستونزو سره مخ دي.

رویټرز خبري آژانس ته د جرمني کورنیو چارو وزارت سرچینو تایید کړې چې په جرمونو کې ښکېل افغانان به جرمني کې له ټاکنو وړاندې چې ټاکل شوې د فبرورۍ پر ۲۳مه ترسره شي، له دې هېواده اخراج شي.

هغه خبر، چې د شنونکو پر باور په ټولو هېوادونو کې به د افغان کډوالو پر روان منفي اغېز ولري.

د کډوالو د حقونو مدافع ظاهر بهاند وايي: « که چېرې دا لړۍ همداسې روانه وي، زما په اند یو لوی انساني ناورین به رامنځته شي. ډېر هغه افغانان چې جرمني هېواد ته د تللو په انتظار کې دي، دا به له لویو لویو ننګونو سره مخامخ شي.»

د کډوالو د حقونو مدافع آصفه ستانکزۍ وايي: « دا ډول ګامونه د افغان کډوالو په تړاو د جرمني د خلکو په ذهن کې خورا منفي اغېزې پرځای پرېږدي او له بلې خوا، ممکن له افغان مهاجرو سره د نامناسب چلن او یا هم د سختګیرانه پالیسیو وضع کېدو سبب شي.»

بله خوا، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولین بیا له هغو هېوادونو چې افغان کډوال په ‌کې مېشت دي غواړي چې ياد کډوال دې په زور له خپلو هېوادونو نه باسي او وخت دې ورکړي چې په خپله خوښه هېواد ته را ستانه شي.

د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني په دې اړه وايي: « زموږ غوښتنه دا ده چې مهاجرین باید په اجباري ډول را ونه باسي او له نړیوالو اصولو سره سم اجازه ورکړي چې په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي. له دې سربېره، هغه افغانان چې غواړي په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت او په عموم کې د افغانستان اسلامي امارت دوی ته هرکلی وايي او دوی ته په هېواد کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوې دي. یوه له دغو اسانتیاوو د راستنېدنې په پروسه کې اسانتیاوې دي چې کله افغانان هېواد ته راځي، استقبال ترې کېږي، مرستې ورکول کېږي او تر خپلو سیمو رسول کېږي.»

د جرمني له لوري دا پریکړه وروسته له هغې اعلانېږي چې د رسنیو د مالوماتو له مخې، د تېرې چهارشنبې پر ورځ د جرمني فرانکفورت ښار ته نږدې په یوه عمومي پارک کې یوه افغان کډوال د چړې په ګوزارونو دوه کسان چې یو یې دوه کلن ماشوم و، وژلي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist