ذبیح الله مجاهد پر خپله ټويټر پاڼه د بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي، چې د امریکا مالیې وزارت هغه اقدام چې له مخې یې افغانستان سره دولتي ادارو، نړیوالو او غیر دولتي بنسټونو او بانکونو ته د مرستو اجازہ ورکړل شوې، هرکلی یې کوي.
اسلامي امارت هیله څرګنده کړې، چې د امریکا په ګډون به ټول ھېوادونه او نړیوال سازمانونه افغان حکومت سره د اړیکو ټینکښت او له افغان ولس سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.