د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې افغانستان کې د سولې لپاره یې جدي خبرې پیل کړي
امریکا په افغانستان کې د سولې په تړاو جدي خبرې پيل کړي دي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ دامریکا پر وخت تېره ورځ په فلورېډا کې خبریالانو ته ویلي چې دافغان سولې په اړه جدي هڅې روانې دي.
ټرمپ ویلي ډېر خلک په دغو خبرو نه پوهېږي خو که بریالۍ شي ډېر به خوښ شي.
ټرمپ په دې برخه کې ډېر جزیات نه دي ورکړي خو دخبرو پایلو ته یي هیله مندي ښودلې ده .
په همدې تړاو امریکا دافغان سولې لپاره افغان الصله امریکایی زلمی خلیلزاد خپل ځانګړی استازی ټاکلی او دوه ځله یي افغانستان او د سیمې هېوادونو ته سفرونه درلودل.
خلیلزاد دلته په افغانستان کې له بېلا بېلو لورو او هم په قطر کې له طالب استازو سره کتلي دي.