د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په هڅو پاکستان د افغانستان پر تازه مېوو ۱۷ سلنه مالیه معاف کړه.
دغه ۱۷ سلنه مالیه له تېرې څه مودې راهیسې پاکستان د افغانستان پر میوو لګولې وه، چې طالب چارواکو د تازه مېوو د صادراتو د ستونزو د حل په موخه پاکستان ته قناعت ورکړ او هغوی معاف کړه.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان هم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د سیپټمبر میاشتې له ۲۴ مې راپدېخوا به له افغانستانه پر وارداتي مېوو هېڅ تعرفه نه اخیستل کېږي.
اسلامي امارت د پاکستان له دغه اقدام هرکلي کړی او د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ، ټرانزیټ او اسانتیاوو د را منځته کېدو غوښتنه یې کړې ده.
تر دې وړاندې به پاکستان تل د افغانستان د تازه میوو د صادراتو پر مهال خپلې دروازې بندې کړې، چې سوداګري به زیانمنه شوه، میوې به خرابې شوې او د باغدارانو زیار به په اوبو لاهو شو، خو اوس به ولیدل شي، چې امارت په دې برخه کې څه کولی شي چې یاده ستونزه ختمه کړي.