د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ویلي، د ملګرو ملتونو له سرمنشي او د یو شمېر نورو بېلا بېلو هېوادونو له مشرانو سره یې اړیکې نیولي، چې ډېر ژر به د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.
ذبیح الله مجاهد ویلي، د افغانانو حق دی، چې حکومت یې په رسمیت وپېژندل شي او په خبره یې د یو شمېر هېوادونو استازي هم راغلي وو، چې دلته یې له چارواکو سره کتلي او دغه راز یې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په نوم یو لیک هم استولی دی.
مجاهد هیله څرګنده کړې، چې د رسمیت پېژندلو بهیر پیل شي او له افغانستان سره ډیپلوماټیکې اړیکې ټینګې شي.
که څه هم نوموړي د کوم هېواد نوم نه دی یاد کړی، خو په دې وروستیو کې د چین، روسیې، پاکستان، ایران او قطر استازي کابل ته راغلي وو.