Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: د امریکا له هغه اقدام هرکلی کوو چې پر افغانستان یې دوه لګول شوي بندیزونه لېرې کړل

admin by admin
2021/09/25

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، د واشنګټن له هغه ګام هرکلی کوو چې له افغانانو سره د مرستو لپاره یې پر افغانستان دوه لګول شوي بندیزونه لیرې کړل.

د امریکا خزانې وزارت، نړیوال بانک، اسیا پراختیایي بانک، اسلامي پراختیایي بانک، یو ایس اې ای ډي او نورو ډیرو مالي ادارو ته اجازه ورکړه چې افغانستان سره مالي راکړې ورکړې پیل کړي.

که څه هم شنونکي دغه اقدام له اقتصادي پلوه زیات با ارزښته نه بولي، خو وایي، یو مثبت ګام دی، چې امریکا او نړیوال علاقه لري، له اسلامي امارت سره همکاریو ته دوام ورکوي.

دوی وايي، په ټوله کې دا یو ښه فرصت دی، چې اسلامي امارت ترې ګټه پورته کړي او د ټولو کنګل شویو پیسو د خلاصولو لپاره لاره هواره کړي.

د افغانستان بانک پخوانی مشر خان افضل هډه وال وايي: « دا یو مثبت ګام دی، چې امریکا ښکاره کړه، چې اراده نه لري د اسلامي امارت مشران تور لیست کې وساتي، نو دوی حاضر دي پر یوه میکانیزم ورسره توافق ته ورسېږي او د هغه توافق پر اساس ورسره کار وکړي.»

 هډه وال وايي، د دغو جوازونو په صادرولو سره به په افغانستان کې د بشري ناورین د رامنځته کېدو مخنیوی وشي.

 هغه  وړاندیز وکړ، اسلامي امارت دې له نړیوالې ټولنې وغواړي چې اعلان شوې مرستې دې د افغانستان بانک په بهرنیو حسابونو کې ټولې کړي او افغانستان بانک دې بیا په بدل کې دلته افغانۍ ورکړي.

هډه وال وايي: «دا مرستې د نړیوالو مالي اداراتو او مرستندویه هېوادونو او سازمانونو له خوا کېږي، نو اسلامي امارت دې پر داسې میکانیزم کار وکړي چې څنګه کېدای شي نړیوالې ټولنې، نړیوالو مالي ادارو او سازمانونو سره له نږدې کار وکړي. د هغوی په ژبه پوه شي او تفاهم ته ورسېږي.»

شنونکي وایي، ښه به دا وي چې د افغانستان بانک یو لیکلی میکانیزم ورولیږي، تر څو یو فکر ایجاد او فرصت ضایع نه شي.

اخوا  سوداګر هم دې اقدام ته خوشبینه دي چې پر ټپه ولاړې سوداګریزې چارې به یې بېرته پيل شي، د اقتصادي ناورین مخنيوی به وشي او په ګډه به کار کولو ته زمینه برابره شي.

د درملیزو خدمتونو د ټولنې مشر اسدالله کاکړ وايي: «د افغانستان د درملو سیستم به جوړ شي، اقتصادي سرکل به جوړ شي، پیسې به دوراني شي او پر ټپه ولاړې چارې به بېرته پیل شي.»

ویل کېږي، دا جوازونه دوه ډوله دي، یو هغه چې غیر دولتي مؤسسو او ملګرو ملتونو ته اجازه ورکوي چې له اسلامي امارت سره مالي راکړه ورکړه ولري او دویم جواز دا دی چې افغانستان ته د خوړو، درملو او طبي توکو صادرولو اړوند ځینې مالي تعاملاتو ته لاره هواروي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist