Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکا ته د کډوالو لېږد پروګرام څلور میاشتې وځنډېد

امریکا ته د کډوالو لېږد پروګرام څلور میاشتې وځنډېد

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/22

د امریکا ولسمشر په توګه د لوړې له مراسمو وروسته، ډونالډ  ټرمپ په خپله لومړۍ کاري ورځ شاوخوا ۲۰۰ ځانګړي فرمانونه لاسلیک کړل چې په کې دغه هېواد ته د پناه غوښتونکو او کډوالو د روانې پروسې ځنډولو فرمان هم شامل و.

رویټرز خبري آژانس د افغانانو د انتقال پروسې مسوول شاون ون‌ ډایور له قوله لیکلي، د دې فرمان له لاسلیک کېدو سره د شاوخوا ۱۶۶۰ افغان پناه ‌غوښتونکو د لېږد پروګرام هم چې رسمي کارونه یې پاتی ته رسېدلي او الوتنو ته په تمه و، ځنډېدلي دي.

له دې سره ښايي امریکا ته د افغانانو د لېږد پروګرام څلور میاشتې له ځنډ سره مخ شي.

رویټرز وړاندې لیکلي: « نږدې۱۶۶۰ افغانان چې د امریکا حکومت له لوري یې دغه هېواد کې د مېشتېدنې ټوله پروسه بشپړه شوې وه او له متحده ایالاتو سره د فعالو پوځي کارمندانو کورنۍ هم په کې شاملې دي، د کډوالو د لېږد پروګرام د ځنډېدو په تړاو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستي فرمان له لاسلیک سره یې امریکا ته الوتنې لغوه شوې دي.»

سپنې ماڼۍ هم ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروسته له هغې امریکا کې د کډوالو د مېشتېدنې پروګرام وځنډاوه چې په وینا یې د کډوالو ګڼ شمېر، دغه هېواد ته ځینې ستونزې راپورته کړې.

سپینې ماڼۍ په دې اړه ویلي: « ولسمشر د کډوالو د مېشتېدنې پروګرام وروسته له هغې وځنډاوه چې حکومت د کډوالو لوی او بې ‌ثباته نفوس ځای پر ځای کېدو ته اړ شو. دغو کډوالو د ټولنو خوندیتوب او سرچینې له ستونزو سره مخ  کړې.»

د افغان پناه غوښتونکو د تخلیې پروګرام له دې احتمالي پرېکړې اندېښنه ښودلې او وايي، دغه پرېکړه به د زرګونه افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.

یادې ادارې د امریکا راتلونکي حکومت ته په یوه پرانیستي لیک کې چې څه باندې ۷۰۰ کسانو لاسلیک کړی او په کې پخواني پوځیان او د لومړۍ کرښې ملکي کسان شامل دي، غوښتي چې په دې برخه کې افغانان له نورو جلا وګڼي؛ خو وايي تراوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د افغانانو د تخلیې اړوند سازمان ویلي: « د کډوالو د پروسې ځنډول به هغه زرګونه افغانان چې د تېرو دوو لسیزو په جګړه کې له موږ سره همکاران وو، له ګواښ سره مخ کړي.»

د افغانانو د تخلیې پروګرام د ډونالډ ټرمپ پر مشرۍ د امریکا له حکومته غوښتي چې په دې برخه کې پر تېرو ژمنو عمل وکړي، ځکه په خبره یې دا چاره د مهاجرت ځانګړو وېزو(اېس.آی.وي) او نورو کېسونو لرونکو پناه غوښتونکو ترمنځ وېره پیدا کوي او له سرګردانۍ سره مخ کوي.

د کډوالو د حقونو فعالان وايي، د امریکا حکومت دغه پرېکړه کولی شي هغه افغان پناه غوښتونکي ګڼو ستونزو سره مخ کړي چې له اوږدې مودې راهیسې د خپلو کېسونو په تړاو مثبت ځواب ته په تمه دي.

د کډوالو د حقونو مدافع عبدالرزاق عدیل وايي: « هغه افغانان چې له تېرو درېیو کالو راهیسې د امریکا د حکومت پرېکړو ته په تمه وو، اوس د خپل کېس د لغوه کېدو له ګواښ سره مخ دي. د ټرمپ دولت ښايي دغه کېسونه د غیر فعالو دوسیو په توګه طبقه بندي کړي او له څېړلو یې تېر شي.»

امریکا داسې مهال دغه هېواد ته د پناه‌غوښتونکو د لېږد پروګرام ځنډولی چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره هم مهاله زرګونه افغانان چې خبریالان، د مدني او بشري حقونو فعالان او د تېر نظام ځینې کارکوونکي هم په کې شامل دي، له اوږدې مودې راهیسې داسې مهال په پاکستان کې خپلو کېسونو ته په تمه دي چې هلته هم د دې هېواد د پولیسو او امنیتي ځواکونو له لوري ورسره ناوړه وضعیت دوام لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist