دغه لاریونونه داسې مهال په نوي ډیلي کې پیل کېږي، چې د نړۍ په ګڼو نورو ښارونو کې هم د اقلیم بدلون په تړاو لاریونونه روان دي.
هند وايي، له نړیوالو لاریون کوونکو سره یې دغه غږ بدرګه کړی او باید په ګډه دغه مبارزه وکړي.
وړمه ورځ یو شمېر رسنیو د یوه جرمني وګړي په اړه هم راپور کړی و، چې د اقلیم بدلون پر وړاندې مبارزې لپاره یې د نه خوړو اعتصاب کړی و.
اخوا د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ، چې اوس هم دوام لري، یوه مهمه اجنډا یې د اقلیم بدلون پر وړاندې مبارزه ده.
له کرونا وړاندې په ډیلي کې د هوا ککړتیا ډیری خلک اغیزمن کړي و او خلک په تدریجي ډول مړه کیدل.
اوس لاریون کوونکي وايي، د هوا ککړتیا د طبیعت او انسانانو ژوند ګواښي او باید مخه یې ونیول شي.