د امریکا د دفاع وزارت اعلان وکړ، چې وړمه ورځ یې په ډرون برید کې د سوریې په سویل لویدیځ کې د القاعده ډلې یو تن مشر په نښه کړی دی.
د پنټاګون ویاند جان کربي وايي، دغه برید د ادلیب ښار څنګ ته شوی دی.
امریکا وايي، تر د وړاندې یې هم د القاعده او داعش ډلې د مشرانو په نښه کولو په موخه ادلیب کې بریدونه کړي وو.
اخوا دا اوازې هم وې، چې په ادلیب کې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي هم وژل شوی، خو وروسته یې بیا غږیز کلیپ نشر شو.
کربي د القاعده ډلې د دغه مشر نوم و نه ښود، خو ټینګار یې وکړ چې نور عملیات یې هم جریان لري.
له ادلیب ښار څخه ډیری کورنۍ د دغو هوايي بریدونو او جګړو له امله له خپلو کورونو کډه شوي دي.