امریکايي چارواکو ویلي، په سپینه ماڼۍ کې د هغو افغانانو په تړاو غونډه جوړه شوې وه، چې تازه له افغانستانه را اېستل شوي دي.
د امریکايي چارواکو په وینا، دغه افغانان په لنډ مهالي ډول په پوځي مرکزونو کې ساتل کېږي او هڅه داده، چې عادي ژوند ته ور وګرځي.
هغه افغانان چې تازه ا مریکا ته وروستل شوي، لومړۍ هڅه داده، چې د هغوی د امنیتي سابقې او روغتیا په تړاو ډاډ ترلاسه شي.
چارواکو زیاته کړې، چې تازه اېستل شوي کسان به هم د امریکا د ځانګړو ویزو پروګرام کې شامل شي.
د مالوماتو له مخې اوسمهال شاوخوا ۱۳ زره افغانان په اروپایي هېوادونو کې د امریکا په پوځي اډو کې ساتل کېږي.
چارواکو ویلي، دغه شمېر افغانان به هم د اکتوبر میاشتې په لومړیو کې امریکا ته ولېږدول شي.
د اګسټ له ۳۱مې وروسته، چې امریکا له کابله د افغانانو اېستلو لړۍ ودروله اوس ویل کېږي، چې یوځل بیا یي د قطر په منځګړیتوب دافغانانو اېستلو لړۍ پيل کړې ده او دوام لري.
طالبانو ویلي وو، هغو افغانانو او بهرنیانو ته به د سفر اجازه و رکوي، چې قانوني اسناد ولري.