د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ویلي، افغانستان کې سیاسي او بشري بحران د سیمې د ثبات او امنیت لپاره جدي ګواښ دی.
امام علي رحمان دا څرګندونې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته په هغې وینا کې کړي، چې له مخکې ثبت شوې وه.
هغه ویلي، هېواد یې له افغانستان سره شاوخوا ۱۴۰۰ کیلو متره ګډه پوله لري او په افغانستان کې د بحران په اړه بې تفاوته نشي پاتې کېدی.
نوموړي دا هم ویلي، چې اسلامي امارت د یو ټول شموله حکومت د جوړېدو په هکله پخپلو ژمنو وفا نده کړې او پراخ قومي ځواک په کې ونډه نه لري.
اسلامي امارت بیا تل دغه ډول څرګندونې د افغانستان په داخلي چارو کې د سیمې هېوادونو لاسوهنه بولي او غوښتنه یې دا ده، چې یاد هېوادونه دې له داسې خبرو او کړنو لاس واخلي.