د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له نیوز ویک مجلې سره په خبرو کې ویلي، پاکستان لېواله دی، چې د ترهګرۍ پر ضد له امریکا سره همکاري وکړي.
عمران خان دا هم ویلي، چې کېدای شي طالبان د سولې په برخه کې د امریکا بالقوه شریکان واوسي.
عمران خان افغانستان کې د ناورین مخنیوي لپاره د سیمې هېوادونو او امریکا ترمنځ همکاري مهمه بللې.
په ټوله کې عمران خان تمه ښودلې، چې افغانستان کې د اسلامي امارت له حاکمیت سره ښایي د افغانستان امنیتي وضعیت ثبات پیدا کړي.