Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ټرمپ: افغانستان کې پاتې امریکايي پوځي تجهیزات به د پیسو بدل کې بېرته خپل کړم

ټرمپ: افغانستان کې پاتې امریکايي پوځي تجهیزات به د پیسو بدل کې بېرته خپل کړم

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/21

د امریکا نوي ټاکل شوې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د د دوشنبې پر ورځ د (۱۴۰۳ کال د سلواغې پر ۱ ) د یو لړ ځانګړو مراسمو په لړ  کې د راتلونکو څلور کالو لپاره د ولسمشر په توګه لوړه وکړه او په دې سره د امریکا ۴۷ ولسمشر شو.

 ټرمپ د ۴۵ تم ولسمشر په توګه په ۲۰۲۰زېږدیز کال د فبرورۍ پر ۲۹ له اسلامي امارت سره ترشاوخوا ۱۸ میاشتو مذاکراتو وروسته د دوحې هوکړه لاسلیک کړه.

 نوموړي د لوړې له مراسمو وړاندې خبرو کې ټینګار کړی چې افغانستان ته د واشنګټن  له لوري د میلیاردونو ډالرو مرستو پروسه نه شي زغملی.

د امریکا ولسمشر زیاته کړې:« دا په یاد لرئ چې میلیاردونه، میلیاردونه ډالر طالبانو ته ورکړل شوي دي او هم د پوځي تجهیزاتو یوه لویه برخه طالبانو یا دوښمن ته پرېښودل شوې ده. آیا تاسو پوهېږئ چې موږ افغانستان ته میلیاردونه ډالر ورکوو، آیا تاسو په دې پوهېدئ؟»

ډونالډ ټرمپ مخکېنی ولسمشر جوبایډن بې کفایته شخص یاد کړی او په وينا يې، د میلیاردونو ډالرو په ارزښت وسلې یې اسلامي امارت ته پرېښې دي.

ټرمپ په دې اړه ویلي: « زه وایم که چېرې موږ هر کال میلیاردونه ډالره هغوی ته ورکوو؛ نو ورته ووایئ چې موږ به نورې پیسې در نه کړو؛ مګر دا چې زموږ هغه پوځي تجهیزات بېرته راوسپاري چې دې بې عقل او بې کفایته کسانو هغوی ته ور پرېښي دي. نو موږ به څه پيسې ورکړو، خو خپلې وسلې او تجهیزات غواړو.»

ټرمپ چې د امریکايي ځواکونه لا ښه سمبالول او تجهیز یې مهم بللی، له دې وړاندې په کمپایني غونډو کې ټینګار کړی و چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په تړاو به ټول ښکېل امنیتي چارواکي له دندو لرې کړي.  

په ورته مهال، د ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت مشاور مایک والترز له واشنګټن پوست ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، امریکا نه غواړي نور د افغانستان په جګړه کې ښکېله پاتې شي او نه به دا وزغمي چې د سپټمبر په څېر بله پېښه رامنځته شي.

هغه په دې اړه وايي: « زه داسې اټکل نه کوم چې موږ دې بېرته کندهار ته ستانه شو او جګړه دې وکړو. زه داسې اټکل کوم چې نه غواړو منتظر پاتې شو، ترڅو پر کانزاس سیټي یو بل برید ترسره شي.»

د واشنګټن پوسټ په راپور کې دا هم راغلي چې مایک والترز په ۲۰۰۶ زېږدیز کال په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو سره پوځي ماموریت درلود، د جنګي ډېپلومات په نوم کتاب کې یې د ټرمپ د لومړۍ دورې ولسمشرۍ پرمهال له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له ایستلو سره مخالفت کړی و.

 راپور زیاتوي، هغه مهال د والټرز دغه غوښتنه د ټرمپ له مخالفت سره مخ شوه او ولسمشر ټرمپ د ځواکونو پر بشپړو ایستلو ټینګار درلود.

بله خوا، اسلامي امارت چې د امریکا د ولسمشر نویو څرګندونو ته یې غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې له سرپرست حکومت سره د امریکا د میلیاردونو ډالرو مرستو ادعاوې رد کړې وې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist