د لویدیځو له لوري پر طالبانو د سختو اقتصادي بندیزونو وروسته امریکا تازه دوه داسې جوازونه صادر کړي،چې له مخې به یې افغان ولس سره بشري مرستې ترسره کېږي او هغو فعالیتونو ته اجازه ورکړل شوې،چې د بشري همکاریو په برخه کې وي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي ویاند نېډ پرایس وايي، د افغانستان د امنیت او ټیکاو په موخه له خپلو نړیوالو متحدینو سره هم په خبرو اترو بوخت دي.
پرایس وايي:« نن د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو مرستو د کنټرول ادارې هغه دوه جوازونه صادر کړل،چې له مخې به یې په افغانستان کې زموږ بشري مرستې او داسې فعالیتونه،چې دغه مرستې کنټرول کړي، دوام پیدا کړي. په دې سختو شرایطو کې به له افغانستان سره د درملو مرستې او خوراکي توکو لېږد هم دوام پیدا کړي. بله موضوع د امنیت ده،چې موږ پرې له ملګرو هېوادونو سره خبرې کوو.»
امریکا داسې مهال له افغانانو سره د درملو او بشري مرستو رسولو خبره کوي،چې د روغتیا نړیوال سازمان هم دا اندیښنه تر هرڅه جدي ګڼلې او ویلي یې دي، د دوی له خوا څه اندازه مرسته شوې او د نورو بېړنیو مرستو غوښتنه یې کړې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان سیمه اییز استازی ډاکټر رېک برینن وايي:« اوس مهال یوه له سترو ننګونو دا ده،چې په افغانستان کې درمل او روغتیايي تجهیزات نه شته او روغتیا نړیوال سازمان په تیرو څو اونیو کې کابو ۱۴۰ میټریک ټنه بېړنۍ مرستې کړې دي،چې په بېلابېلو کېټونو کې به روغتونونو او کلنیکونو ته ورسېږي. په دوی کې د کورونا او نورو ناروغیو اړوند تجهیزات هم شامل دي.»
بل لور ته د افغانستان ځينې ګاونډي هېوادونه له نړیوالو غواړي،چې د طالبانو له واکمنۍ ملاتړ وکړي،ترڅو د افغان ولس لپاره یو پیاوړی او له ټیکاوه برخمن حکومت جوړ شي.
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي:« اوس یوازې یوه لاره موجود ده. موږ باید اوسنی حکومت پیاوړی کړو،چې ټیکاو او امنیت راشي او دا کار باید د افغان ولس لپاره وکړو. طالبانو له موږ سره کومې ژمنې کړې وې؟ هغوی ویلي وو،چې د بشر حقونو ته به درناوی کوي او ټول ګډونه حکومت به جوړوي او نورو ډلو ته به اجازه ورنه کړي،چې له افغان خاورې چاته زیان ورسوي. اوس باید نړیوال د هغوی ملاتړ وکړي،چې دغه ژمنې عملي کړي.»
د اسلامي امارت چارواکي د خپلې واکمنۍ له پیله پر نړیوالو غږ کوي،چې له دوی سره دې بشري مرستې نه دروي او په دې سختوحالتو کې دې د افغان ولس لپاره امارت ته د مرستې او ملاتړ لاس ور وغځوي، خو ډېری هېوادونو له افغانستان سره خپلې مرستې مشروطې کړي دي.