د امریکا متحده ایالتو ولسمشر جو بایډن د ملګرو ملتونو په ۷۶مې عمومي اسمبلۍ کې له افغانستان سره د اړیکو نوي پړاو پر دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه،چې نور یې په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې ده.
بایډن وايي:« موږ په افغانستان کې د شل کلنې جګړې دوره پای ته ورسوله او دا پړاو مو بند کړ،اوس زموږ یوه بله دوامداره دور پیل کېږي،چې هغه به د اړیکو او دیپلوماسۍ دور وي. موږ به په دې کې اوس له نویو لارو چارو پانګونه کوو او اړیکې به پالو. موږ به په دې دور کې د ډيموکراسۍ پر بنسټ ننګونو او ستونزو سره مقابله کوو.»
بایډن سربیره پر دې چې له ولس سره پر مستقیم اړیکو او له هغوی د ملاتړ خبره وکړه، د ښځو او بشري حقونو په خوندیتوب یې ټینګار وکړ او د ښځو پر وړاندې یې د تاوتریخوالي مخالفت وکړ.
بایډن زیاتوي:« موږ ټول باید د ښځو لپاره او د ښځو او نجونو د حقونو لپاره همغږي واوسو. موږ به خپلې ټولې اقتصادي او سیاسي لارې چارې پر کار واچو،چې د تاوتریخوالي مخه ونیول شي. دا کار باید له مرکزي امریکا نیولې،تر منځني ختیځ او افغانستان، ټولو ځایونو کې وشي.»