د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وژل شوي کسان داعش جنګیالي بولي.
طالب مسوولین وایي، چې دغه داعش جنګیالي نن سهار د رینګ روډ اړوند آډې سیمه کې د نامالومه کسانو له لورې وژل شوي دي.
تراوسه د دغو وژنو مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی او نه هم داعش په دې تړاو خپل نظر له رسنیو سره شریک کړی دی.
تېره ورځ په جلال آباد ښار کې د هغو وسله والو، چې ګمان کېږي داعش جنګیالي وو، پر طالبانو برید وکړ چې دوه طالبان او یو ملکي وګړی یې ووژل.