Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ننګرهار کې د اوسپنې ویلې کولو کارخونو مسوولین: د خامو موادو نه شتون سره مخ یو 

admin by admin
2021/09/23

په ختیځ ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلې کولو شااوخوا ۱۳ کارخونې د خامو موادو د نه شتون له امله تر سقوط رسېدلي دي. 

د یادو کارخونو مسوولین وايي، وړاندې به ورته له ټول هېواد خام مواد،کباړ او نور څه راوړل کېدل،خو په خبره یې  اوس یې کار پر ټپه ولاړ دی.

دوی زیاتوي،چې  د اسلامي امارت په راتلو سره له دې وېرې چې خام مواد نورو هېوادونو ته لاړ نه شي په دوی هم بند دي، چې لوی تاوان یې ورته اړولی دی.

د کلیوال سټيل کارخونې مسول عبدالنور وایي، اوس چې په کور دننه د خپلو کارخونو تولید شته،د خامو موادو نه پېدا کېدل او پرې بندیز هغه څه دي،چې کارخونې  به یې له امله وتړل شي.

عبدالنور وایي، هره ورځ پرې د موټرو کرایه راځي،چې بار ولاړ دي او کاریګر یې هم ورنه د ورځې مزد غواړي،چې دوی یې نور له تابه نه شي وتلی.

عبدالنور زیاتوي:« له کومې  ستونزې سره،چې موږ مخ یو، شااوخوا نورې کارخونې هم له ورته ستونزې سره مخ دي. ننګرهار کې فعالیت کوو. له همدې امله په پل چرخي کې زموږ ګاډي ولاړ دي، د مزدورانو پیسې پر موږ راروانې دي کارونه پر ټپه ولاړ دي.موږ له  زیات ستونزو سره  مخ یو. لومړی غږ موږ پورته کړی دی. همدې صنعتکارانو دا دې ثمرخیلو کې بند کړي دا دې تورخم کې بند کړي نو مهرباني دې وکړي،زموږ دا ستونزه دې مشران واوري او د حل لاره دې ورته وګوري.»

د فابریکو مسولین وایي د هېواد په داخل کې په خامو موادو بندیز قانوني نه دی، اسلامي امارت دې په سرحدونو کې یاد مواد بند کړي.

ننګرهار کې د اوسپنې ویلې کولو یوې کارخونې مسول وايي:« په ننګرهار کې ۱۳ کارخونې موجودې دي، نو موږ له مشرانو هېله کوو،چې ننګرهار ته دغه خام مواد چې کوم دي  دا د یو ولایت نه بل ولایت قانوني حق دی زموږ په داخل کې ، دا دی دغو کارخونو  ته راشي. دغه به د دوی ډېره مهرباني وي، ځکه چې موږ خلکو ته کار پیدا کړی دی،یو خو به مطلب خلک ناهیلي نه شي،ځکه که دا خلک بې روزګاره شي نو تقریباً له زرو ډېر کسان له موږ سره کار کوي.»

د ننګرهار کې د یوې اوسپنې ویلې کولو مسوول وايي: « زموږ تر ټولو لویه ستونزه دخامو موادو ده،چې ننګرهار ته پُل څرخي کې لاره بنده شوې ده، د خامو موادو موټرې دا لس پنځلس ورځې کیږي ولاړې دي او اجازه نه ورکول کېږي. که چیرې دا خام مواد ننګرهار ته پرې  نه ښوول شي،نېږدې ده چې راتلونکې اوونکې کې ټولې کارخونې د خامو موادو له امله  بندې شي.»

د اوسپنې ویلې کولو او سیخ جوړولو فابریکې کې کار له اور سره لوبي دي خو رحمان الله او شبیر خوښ دي،چې په خپل وطن کې کار کوي او د نورو هېوادونو له احسانه خلاص دي.

د کارخونې یو تن کارکوونکی رحمان الله وايي:« موږ دې باندې ډېر ویاړ کوو،مخکې د بېلګې په ډول د نورو هېوادونو نه سخ راتلو او په قیمته بیه باندې به لویده،خو اوس چې خپلې کارخونې جوړې دي، او خپل افغانان په کې کار کوي،نو باید خپلو افغانانو لپاره ډېره پاملرنه وکړي، خدمت یې وکړي او توجه ورته وکړي.»

شبیر د کارخونکې یو بل کارکوونکی دی، هغه وايي:« نوي حکومت ته په کار ده،چې کارخونې ډېرې کړي. د کار زمینه بربره کړي، یعنې کارونه ډېر کړي، هغه که د کارخونو له لارې وي او یا نورې پروژې وي چې زمونږ افغانان پر کار بوخت شي.»

د کارخونو مسوولین وايي، په کور دننه که د اوسپنې ویلې کولو کارخونو ته خام مواد پېدا شي او نورو هېوادونو ته ولاړ نه شي،لرې نو د خپل لاس په تولید به مو ټولې اړتیاوې پوره شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist