Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسحاق ډار: ټي.ټي.پي په افغانستان کې ځالې لري

اسحاق ډار: اسلام‌ اباد له هغو هېوادونو سره خبرې کړې چې افغان کډوال په کې د پناه غوښتنې لپاره پاکستان کې مېشت دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/20

افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال له سیاسي تحول وروسته سلګونه زره افغانان نورو هېوادونو ته کډوال شول چې له دې ډلې یې لسګونه زره په درېیمو هېوادونو کې د پناه ‌غوښتنې او دایمي ژوند لپاره ایران او پاکستان ته تللي.

په دې کسانو کې چې ډېری یې خبریالان، د مدني ټولنې غړي، د بشري حقونو فعالان او د پخواني حکومت ځينې کارکوونکي دي، له تېرو څه باندې درېیو کالو راهیسې د خپلو کېسونو د منل کېدو او د نورو هېوادونو د وېزو ترلاسه کولو په تمه، پاکستان کې له نا څرګند برخلیک سره پراته دي.

تازه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د دې هېواد د لومړي وزیر مرستیال پر مشرۍ درېیمو هېوادونو ته د تلونکو افغانانو د لېږد پروسې اړوند یو ناسته ترسره شوې، خو په اړه یې ډېر جزییات نه دي ورکړي.

وزارت زیاته کړې:« د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار درېیمو هېوادونو ته د افغان اتباعو د ځای پرځای کولو اړوند نن د یوې ناستې مشري وکړه.»

د نوي زېږدیز کال له پيله د دغو کډوالو پر وړاندې د پاکستان حکومت دریځ سخت شوی او په دې موده کې د پولیسو له لوري بیا بیا په مختلفو پلمو نیول شوي او توقیف شوي دي.

د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلن ترڅنګ، د دې ډلې افغان کډوالو لپاره یوه بله اندېښنه د هغوی په کېسونو کې ځنډ او نورو هېوادونو ته د لېږد پروسې پڅ بهیر دی.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د حقونو فعال ظاهر بهاند وايي: « ډېری دغه کسان له روحي ستونزو سره مخامخ شوي او هرڅه یې له لاسه ورکړي. دوی په دې تمه دي چې یوه روځ به له پاکستان درېیم هېواد ته لاړ شي. خو اصلي او عمده پوښتنه په دې کې ده چې له یوې خوا یې هرڅه له لاسه ورکړي او له بلې خوا په پاکستان کې د پولیسو له خوا ځورول کېږي او حتا بندخونو ته اچول کېږي.» 

له دې وړاندې، د پاکستان حکومت ویلي و چې له هغو هېوادونو سره پر خبرو بوخت دي چې افغان کډوال یې د ویزو د ترلاسه کولو په موخه دغه هېواد کې په تمه دي.

د افغان کډوالو د حقونو فعال عليرضا کریمي وايي: « د پخواني حکومت له ړنګېدو وروسته پاکستان ته د کډه شویو افغانانو په تړاو د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال پر مشرۍ پرونۍ ناسته یو مهم ګام دی. که څه هم ښايي دغه ګام د یادو کډوالو د کېسونو په څېړلو کې د چټکتیا سبب شي، خو له دغو کسانو سره د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلن په اړه اندېښنې لاهم په خپل ځای دي.»    

د راپورونو له مخې، د تېر نظام له پرځېدو وروسته شاوخوا ۱.۲۵میلیونه افغانان له هېواده وتلي چې ۶۰۰ زره هغه یې پاکستان ته تللي، خو۴۰ زره یې لاهم نورو هېوادونو ته د دایمي مېشتېدنې لپاره په پاکستان کې شپې ورځې تېروي.

د خپرو شویو شمېرو له مخې، له دې ډلې ۲۵زره امریکا، ۹ زره تنه اسټرالیا، ۶ زره تنه کاناډا، ۳ زره تنه جرمني او څه باندې زر تنه نور انګلستان هېواد کې پناه ‌غوښتونکي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist