Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل ښاریان: له اسلامي امارته غواړو چې کاري فرصتونه برابر کړي 

admin by admin
2021/09/22

په کابل ښار کې یو شمېر کاروباریان، بې دندې شوي ځوانان او عام ښاریان وايي، بې روزګارۍ یې ژوند سخت کړی او که کار ورته پيدا نه شي وږي پاتې کیږي.

په دوی کې هغه کورنۍ اوس له زیاتو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، چې د کورنۍ غړي یې تیر حکومت کې په دنده وو او اوس بې کاره شوي دي.

دوی وايي، وړاندې  يې په کافي اندازه مزدوري کوله، خو په خبره یې له شااوخوا یوې میاشتې راهیسې یې کاروبار درېدلی، اقتصاد یې کمزوری شوی او راتلونکې ته اندېښمن دي.

اخوا یو شمېر نور ښاریان بيا وايي، هغه کورنۍ اوس وخت له زياتو اقتصادي ستونزو کړيږي چې د کورنۍ غړي يې په تیر حکومت کې د پولیسو او پوځ ليکو کې وو او اوس بې روزګاره شوي دي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي: «د پخوانيو سربازارنو او پوليسو دې يو څه غم وخوړل شي. د دوی برخلیک څه کېږي؟ راتلوونکی يې څه کيږي؟ ولې د دوی په بې روزګارۍ هم يو ناورين رامنځ ته کیږي. که دوی بې کاره پاتې شي، راتلوونکې کې له ستونزو سره مخ شي، مخکې چې چا معاشات لرل اوس په کور ناست دي.»

دوی له اسلامي امارته غواړي چې  بې روزګاره شویو ځوانانو ته دې کاري فرصتونه برابر کړي او فلج شوې کارخونې  دې فعاله کړي، چې د خلکو پر اقتصاد مستقیم اغیز لري.

د  کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي: «زراعت دې فعاله کړي، کارخونې دې فعاله کړي، چې بې کاره خلک په روزګار شي. ګټه به یې دولت ته ورځي او د دولت ګټه به بېرته خلکو ته انتقاليږي.»

د جمهوري نظام ړنګېدو سره د معلوماتو له مخې، شااوخوا دوه میلیونه افغانان بې روزګاره شوي، د همدې بې روزګارۍ ترڅنګ په بازارونو کې د خوراکي او غیرخوراکي توکو نرخونه لوړ شوي او په بانکونو کې د خلکو شتمنۍ بندې دي پاتې دي، چې دې ټولو مواردو د افغانو ژوند ننګولی او راتلونکې ته په  اندېښنه کې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist