Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ایران او روسیې ولسمشرانو افغانستان کې د سولې پرټینګښت خبرې کړې

د ایران او روسیې ولسمشرانو افغانستان کې د سولې پرټینګښت خبرې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/19

روسیه او ایران هغه دوه هېوادونه دي چې په ظاهره له سرپرست حکومت سره ښې اړیکي لري او په دې وروستیو کې یې له کابل سره د تعاملاتو په کچه کې هم د پام وړ بدلون راغلی.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له خپل روسيي سیال ولاديمیر پوتین سره په لیدنه کې د نورو مسایلو ترڅنګ، د افغانستان په روان وضعیت هم خبرې کړې دي.

 د ایراني رسنيو د راپور له مخې، لیدنه کې د دواړو هېوادونو ولسمشرانو ترمنځ د منځني ختیځ او قفقاز په مسایلو د بحث ترڅنګ، د افغانستان پر سولې هم خبرې شوې.

د سیاسي چارو شنونکي په دې نظر دي چې اوس مهال افغانستان د سولې او ثبات خاوند دی او که د سيمې هېوادونه له افغانستان سره پیاوړې اړيکې غواړي، اړينه ده چې داخلي چارو کې د لاسوهنې پرځای د تعامل تګلاره غوره کړي.

د سیاسي چارو شنونکی  توریالی ځاځی وايي: « دوی به هېڅکله زموږ د هېواد په اړه ښه نیت ونه لري. که چېرې دوی د افغانستان په اړه ښه نیت درلودلی، نو د افغانستان اوسنی حکومت به یې پر رسمیت پېژندلی وای. موږ باید له دې وروسته په دغو هېوادونو باور ونه کړو او نه هم خپل وخت ضایع کړو. موږ ته په کار ده چې خپل هېواد او ولس ته متوجه شو، نه پردیو هېوادونو ته یا دا چې پردي هېوادونه څه کوي.»

خو ځینې نور بیا ورته لیدنې د افغانستان پر ګټه بولي او وايي، هر هغه هېواد چې د افغانستان د روانې کشالې په اړه بحث او خبري کوي، ښايي د یو شمېر ستونزو د حل په برخه کې مرسته وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « افغانستان داسې هېواد دی چې په دې سیمه کې ځانګړی ارزښت لري. ایران او روسیې ته ځکه مهم دی چې افغانستان هم په سیاسي او هم په اقتصادي لحاظ ځانګړی موقعیت لري. د ایران ولسمشر له دې وړاندې د تاجکستان له ولسمشر سره خبرو کې هم دا ډول څرګندونې وکړې. زه فکر کوم دوی غواړي په سیمه کې خپل سیاسي متحدان زیات کړي.»

د سرپرست حکومت چارواکو د روسيې او ایران د ولسمشرانو د دغو څرګندونو په تړاو څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې يي په کراتو ویلي چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره مثبتې اړیکې غواړي او ډاډ يې ورکړی چې افغان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist