د طالبانو له لوري په استول شوي لیک کې له ملګرو ملتونو د دغه سازمان په عمومي غونډه کې په لوړه کچه د ګډون تر څنګ هلته د وینا کولو غوښتنه هم شوې ده.
د ملګرو ملتونو سازمان وايي، طالبانو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د روانې اونۍ په عمومي غونډه کې د نړۍ رهبرانو ته د وینا کولوغوښتنه کړې ده.
د دغه سازمان ویاند، سټیفن دوجاریک ویلي، دغه لیک د سېپټمبر پر ۲۰مه د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې تر پیل یوه ورځ مخکې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو سرمنشي ګوتیریش ته لیکل شوی، چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي لاسلیک کړی دی.
لیک کې له ملګرو ملتونو غوښتنه شوې، چې سهیل شاهین د اسلامي امارت له لوري د ځانګړي دایمي استازي په توګه ومني.