د روسیې بهرنیو چارو وزارت وايي، بریټانیا او د ناټو نورغړي هېوادونه افغانستان کې د خپلو ځواکونو له لوري پر ترسره شویو جنګي جنایتونو د پردې اچولو په موخه، په دې برخه کې پر رسنیو محدودیتونه لګوي.
د دغه وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، ثبوتونه ښيي چې ناټو له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کاله د افغانستان د اشغال پرمهال د ملکي وګړو پر وړاندې وحشیانه غچ اخیستونکي ګامونه پورته کړي.
د اسلامي امارت چارواکي بیا وایي، ناټو، بریټانیوي او امریکایي ځواګونو په افغانستان کې سخت جنګي جنایتونه ترسره کړي او د جرمونو نړیواله محکمه باید دغه جنایتونه په کره توګه وڅېړي.
په دوحه کې د اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین وايي: « د تېر اشغال په وخت کې یرغلګرو قواوو او د هغوی د داخلي ملاتړو له خوا په افغانستان کې ډېرې بشري سرغړونې شوې دي. په جنازو، په فاتحو او د واده په مراسمو یې بمبارۍ کړې او ډېر بېګناه افغانان یې شهیدا کړي دي. همدارنګه د جګړې او شپنیو عملیاتو په ترڅ کې یې ښځې، ماشومان او نارینه شهیدان کړي. دا ټول مستندې پلټنې ته اړتیا لري، ترڅو له یوې خوا دغه ظلمونه راجوت شي او له بلې خوا، راتلونکو نسلونو ته معلومه وي چې د دوی په ولس او هېواد څومره وحشت، بربریت او کړاوونه تېر شوي دي.»
بریټانیا تر دې وړاندې افغانستان کې د دې هېواد د ځواکونو له لوري د جنګي جرمونو تر افشا کېدو وروسته رسنیو ته خبرداری ورکړی و چې دغه برخه کې پر رسنیز پوښښ بندیز لګوي.