Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مجاهد: د افغانستان له بانکونو میلیونونه ډالر اېستل شوي

admin by admin
2021/09/22

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال او د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د سه شنبې پر ورځ  د « ۱۴۰۰ کال د وږي پر ۳۰مه» یو شمیر پخوانیو دولتي چارواکو او ګڼ شمېر زورواکانو دافغانستان له بانکونو غلا شوي پیسې په الوتکو کې بهر انتقال کړي چې له امله یې  اوس بانکونه د پيسو کمښت سره مخ دي.

مجاهد وايي:« میلونونه ډالر د افغانستان له بانکونو غلا  شوي او د ځینو مشخصو کسانو له لوري وړل شوي او بانکونه خالي دي. بله اساسي ستونزه دا ده،چي د افغانستان پیسې په بهر کي بندې شوي او نه شو کولای،پیسې د بودیجې لپاره اماده کړو.»

اخوا یو شمېر د اقتصادي چارو  شنونکي بیا روان حالت بحرانونکی یادوي او اندېښنه لري،که د بانکونو خزانې تشې شي،افغانان به له نه جبرانېدونکي اقتصادي بحران سره مخ شي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالجبار ساپی وايي:« د پیسو نه موجودیت په بانکونو کې او بندیزونه به افغانان له ستر اقتصادي بحران سره مخ کړي . روان حالت د فقر کچه نوره هم لوړه کړې.»

صنعت ‌کاران اندېښنه لري،چې د بانکي چوپړتیاوو په درېدو سره به سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان ورسېږي او اخېستل شوي توکي به یې له هېواده بهر پاتي شي. 

دافغانستان معادن او صنایعو خونې مشر شیرباز کمین زاده وايي:« د صحت،غذايي موادو اوس مهال هېواد ته د پیسو نه موجودیت له امله ته نشو راوړی. دا به ډیری کارونه پر ټپه ودروي.»

تردې مهاله پوري نه ده مالومه،چي د افغانستان له بانکونو څخه څومره پیسې اېستل شوي،خو مسوولین وايي، په دې تړاو څېړنې روانې دي او پایلې به یې له  رسنیو سره شریکې کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist