Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې له زرګونه اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

د بشري حقونو څار سازمان: ميلیونه افغانان لاهم بشري مرستو ته جدي اړتیا لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/18

له تېرو څه باندې درېيو کالو راهیسې نړيوالې ټولنې د افغانستان بد بشري وضعيت د کنټرول لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو رسونکو ادارو سره میلياردونه ډالره مرسته کړې.

خو له دې سربېره لا هم په دې هېواد کې د اړمنو افغانانو شمېر کم شوی نه دی او دا حالت ورځ تر بلې خرابېدونکی دی.

د بشري حقونو څار سازمان په تازه خپور کړي راپور کې د افغانانو پر بشري وضعيت اندېښنه څرګنده کړې او ويلي یې دي چې ميلیونه افغانان لاهم په افغانستان کې بشري مرستو ته جدي اړتیا لري.

 

د راپور یوه برخه: « په ۲۰۲۴ کال په افغانستان کې بشري وضعيت لا پسې خراب شوی او دې هېواد کې اقتصادي بحران ۲۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړ کړي.»

بله خوا ډیلي مېل ورځپاڼې د امریکا لاورنس تخنیکي پوهنتون څېړنه خپره کړې چې په کې راغلي، افغانستان کې لاهم په سلو کې ۹۰ تنه د خوراکي توکو د کمبود ترڅنګ له روغتیايي او روانې نا امنیو سره مخ دي.

ورته مهال، د کابل ښار اوسېدونکي بیا وايي، د کار نه شتوالي يې اقتصادي وضعيت ننګولی او نه شي کولی چې په ورځني ډول د خپلې کورنۍ اساسي اړتياوې پوره کړي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي: « دولت باید د خلکو غم وخوري. که خبره د لسو یا شلو کسو وي، له هرې لارې کېدای شي، خو دلته د ولس خبره ده. نن خلک اوبه او خواړه نه لري، بېکاره او پرېښانه دي. دولت ته هغه وخت دولت ویل کېدای شي چې د خپل ولس غم وخوري.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی وايي: « افغانستان کې بېکاري ده، خلک وږي او محتاج دي. وګوره دا ځوانان له لاس ګاډو سره ولاړ دي، خو کار نه شته. مسوولین باید خلکو ته د کار زمینه برابره کړي. دا ځوانان د افغانستان راتلونکې سرمایه ده، خو ګوره له ټولو کراچي وانان جوړ شوي.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی هم ورته نظر لري: « د خلکو اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ دی. اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې ښکته روان دی، نړیوالې مرستې په کمېدو دي. که څه هم ژمی هر ځای ستونزې وي، خو د افغانستان خلک تر نورو زیات محتاج دي.»

 

د اقتصادي چارو کارپوهانو په باور، له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې مرستې د لنډ مهال لپاره اغېزناکې، خو په اوږدمهال کې نه دي.

دوی واړندیز کوي چې پر بهرنيو مرستو د تکيه کولو پر ځاې دې سرپرست حکومت خلکو ته د کار موندنې په موخه بنسټيزې پروژې پیل کړي.

د اقتصادې چارو کارپوه  نورالله عزیز وايي: « په دې کې شک نه شته چې نړیوالو مرستو په مختلفو وختونو او حالتونو کې د افغانستان اقتصاد له رکود ژغورلی او په ډېرو حالتو کې یې د خلکو پر ژوند مثبت اغېز کړی، خو که نړیوالې مرستې په مجموعي توګه و ارزوو، ښکاره کېږي چې نړیوالې مرستې په یوازې ځان د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او ثبات لپاره بسنه نه کوي. اړینه ده چې د نړیوالو مرستو ترڅنګ، په نورو لارو هم تمرکز وشي.»

 

د سرپرست حکومت چارواکو له دې وړاندې په وار وار د اقتصادې بحران د مخنیوي ډاډ ورکړی او له خلکو يي غوښتي چې هېواد کې پاتې شي او بهرنیو هېوادونه ته دې په غیر قانوني توګه نه ځي.

خو له دې ډاډ سربېره هم میليونه افغان وګړي کافي خوړو ته لاس رسی نه لري او په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist