Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بښنې نړیوال سازمان: جرمني باید د افغان کډوالو له جبري ستنولو ډډه وکړي

د بښنې نړیوال سازمان پاکستان ته؛ د افغان کډوالو غیر قانوني نیونې ودروئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/18

پاکستان کې له افغان کډوالو سره د دې هېواد د روان چلن پر وړاندې د نړیوالو غبرګونونو په دوام تازه د بښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا په دې تړاو اندېښنه ښودلې.

دې سازمان روان کال په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره له ویرې او اندېښنې سره مل کال بللی چې په وینا یې په دې موده کې د سلګونه کډوالو پر کورونو او مېشت‌ ځایونو شپني عملیات ترسره شوې او له هغوی سره زور زیاتی شوی.

دغه راز یاد سازمان  د پاکستان له حکومته غوښتي چې ژر تر ژره دې د افغان کډوالو غیرقانوني نیونې ودروي او د دوی پر وړاندې روانه کړې پالیسي دې لغوه کړي.

د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې: « نوی کال په اسلام اباد کې د افغان کډوالو لپاره له وېرې او اندېښنو سره مل و. د دې هېواد پولیسو د سلګونه افغان کډوالو پرضد شپني عملیات پیل کړي او د زور زیاتي او ځورونو ترڅنګ یې بندیان کړي دی. د بښنې نړیوال سازمان پر پاکستاني چارواکو غږ کوي چې نیول شوي کډوال ژر تر ژره آزاد او د هغوی پر وړاندې روانه پالیسي لغوه کړي.»

یاد سازمان دغه راز ویلي، د پاکستان دغو اقداماتو هلته د کډوالو شته ستونزې لاپسې ډېرې کړې او د پاتې کېدو لپاره ترې د لازیاتو اسنادو غوښتل پر دوی فشار زیات کړی.

په پاکستان کې هم د افغان کډوالو د حقونو فعالان له افغان کډوالو سره د دې هېواد د پولیسو او امنیتي ځواکونو د ناوړه چلن د دوام خبر ورکوي او ترڅنک یې د دې وضعیت د بدلون غوښته لري.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د شورا مسوول ملک اول خان میاخیل وايي: « زیاتره افغان مهاجرین چې د پاکستان په مختلفو ښارونو کې پراته دي، پنجاب، لاهور، اسلام اباد او ګجران والا  ته د کاروبار لپاره ځي. دوی د پي.او.آر کارټونه هم لري خو اوس نه شي کولی خپلو کارونو او تجارتونو ته ورشي. دوی هغه مهال نیول شوي چې خپلو کارونو ته ورغلي وو. همدارنګه له خیبرپښتونخوا هم افغانان پنجاب او سند ته نه شي ورتللی، ځکه وېرېږي چې وبه نیول شي.»

د کډوالو د حقونو فعالان د کډوالو مساله بشري بولي او له پاکستانه غواړي چې له دې موضوع سره باید سیاسي چلن ونه کړي.

دوی له افغان کډوالو سره چې ډېری یې د اوسېدو قانوني اسناد او یا د ملګرو ملتونو له لوري د اوسېدو لنډمهاله اسناد لري؛ ورته چلن له نړیوالو اصولو سره په ټکر کې بولي چې دوام یې د افغانستان او پاکستان اړیکې لاپسې خرابولی شي.

د کډوالو د حقونو چارو فعال عبدالرزاق عدیل وايي: « د پاکستان حکومت دغه ګامونه او له افغان مهاجرو سره ناوړه چلن نه یوازې د بشري حقونو نقض دی، بلکې د کډوالۍ له نړیوال کنوانسیون سره هم تضاد لري، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې یې لا پېچلې کړې دي او د بې اعتمادۍ فضا لا پسې پراخوي.»  

د ساسي چارو شنوونکی اخترمحمد راسخ وايي: « دوی دا پروګرامونه مطرح کړي چې له یوې خوا پر طالبانو فشارونه زیات کړي، ترڅو د دوی غوښتنې ومني؛ له بلې خوا پر نړیوالو فشار اچول، ترڅو دوی ته د مهاجرانو له آدرسه پیسې او مرستې ورکړي.»

د بښنې نړیوال سازمان داسې مهال په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د روان وضعیت په تړاو اندېښنه ښيي چې د کډوالو د نړیوال سازمان هم په خپل وروستي راپور کې ویلي چې  په وروستیو وختونو کې د کډوالو د ایستلو د بهیر له چټکتیا وروسته، له ایران او پاکستان نږدې ۱.۵ میلیونه افغان کډوال په جبري ډول را ایستل شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist