د افغانستان لپاره د روسیې، چین او پاکستان ځانګړي استازي کابل ته راغلي او د اسلامي امارت چارواکو سربېره یې یو شمېر سیاسیونو سره کتلي دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د اسلامي امارت ریيس الوزرا، د روسيې، چين او پاکستان له ځانګړو استازو سره په ارګ کې کتلي، خو د ناستې نور جزیات یې نه دي شریک کړي.
دافغانستان لپاره د روسیې، چین او پاکستان ځانګړو استازو، د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم کتلي دي
حامد کرزي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې ضمیر کابلوف، یو شیایوونک او صادق خان سره لیدنه کې یې پر ټول شموله حکومت، ثبات او د ښځو له حقونو پر ملاتړ بحث او خبرې کړې دي.