<h4 style="text-align: right;">د جنوبي کوریا حکومت ویلي، چې راتلونکی کال دوی د شاوخوا نولس اعشاریه پنځه میلیونه ډالرو په ارزښت په افغانستان کې د پرمختیایي پروژو د پلي کولو پلان لري.</h4> <!--more--> <h4 style="text-align: right;">جنوبي کوریا غواړي، چې دغه پیسې په افغانستان کې د ظرفیت لوړونې او پالیسي جوړونې په برخه کې ولګوي.</h4> <h4 style="text-align: right;">د دغه هېواد چارواکو ویلي، چې له جګړه ځپلي افغانستان سره مرسته کول د نړیوالو مسوولیت دی او دوی هم غواړي د دغه هېواد په بیا رغونه کې خپل رول ولوبوي.</h4> <h4 style="text-align: right;"> </h4>