Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

چارواکي: د پکتیا پټان او پښتونخوا خرلاچي لار پرانېستل شوه

admin by admin
2021/09/21

د اسلامي امارت چارواکي وايي، د پکتیا پټان او پښتونخوا کورمې ایجنسۍ خرلاچي لاره، چې له یوې میاشتې راهیسې تړلې وه، نن بېرته پرانېستل شوه.

دوی وايي، دغه لار د دوه اړخیزې هوکړې پر بنسټ پرانېستل شوه او هغه لسګونه بار وړونکو موټرو ته د تګ اجازه ور کړل شوې، چې د کرښې دواړو غاړو ته ولاړ وو.

دوی زیاتوي، چې د دغې هوکړې له مخې به د خرلاچي پر لاره  محدود شمېر افغان وکړو ته پښتونخوا ته د تګ اجازه ورکول کېږي.

د پکتیا اطلاعاتو کولتور رئیس خالقیار احمدزی وايي:« د پکتیا ډنډه پټان او پښتونخوا کورمې ایجنسۍ لاره نن د یوې هوکړې پربنسټ د بار وړونکو موټرو پر مخ پرانېستل شوه او د هوکړې له مخې به هره ورځ پاکستانی لوری محدود شمېر افغان وګړو ته پښتونخوا ته د تګ اجازه ورکوي.»

یو شمیر موټر چلوونکي، چې د کرښې دې غاړې ته یې د تګ لپاره څو اوونۍ انتظار کړی دی، له دواړو خواوو غواړي، چې لاره دې پرانیستې وساتي.

یو تن موټر چلوونکی وايي:«داسې مالونه شته، چې اور اخلي، د ډبرو سکاره چې اور واخلي بیا یې تاوان څوک ورکوي. زموږ هېله دا ده، چې دغه لاره پرانېستې وساتل شي.»

یو بل تن موټر چلوونکی بیا وايي:« افغانستان نور څه عاید لري، همدا ټرانسپورټ دی، کاروبار ټول پر همدې ولاړ دی، چې دا نه وي موږ به څه وکړو.»

د خرلاچي له دغه لارې تېریدونکي مسافر وایي، پر دروازه دې د هغو کسانو شمېر زیات شي، چې پښتونخوا تګ راتګ کوي.

پخوا له دغې لارې د هر تلوونکي مسافر له ۱۵ تر ۲۰ کلدارې اخېستل کېدې.خو اوس  یې مخه نیول شوې.

د یو تن مسافر وايي:« زموږ غوښتنه دا ده، چې پر دغه لاره دې ډېرو کسانو ته د تګ اجازه ورکړل شي. دلته ناروغان او سپین ږیري د تګ لپاره تر ورځو ورځو انتظار کوي.»

د پټان نظامي ولسوال مولوي مصطفی وايي:« پخوا به له دغې لارې د تېرېدونکو مسافرو له ۱۵ تر ۲۰ کلدارې اخېستل کیدې او بیا به ورته د تګ اجازه ورکول کېده، خو اوس د دغه پیسو اخیستل بند شوي دي.»

د اسلامي امارت مسئولین وایي، د خرلاچي پر دوازه او د ګردیز پر لاره په بشپړ ډول د پیسو اخېستلو مخنیوی شوی او چاته اجازه نه ورکوي، چې له موټر چلوونکو په یوه او بله پلمه پیسې واخلي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist