د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم، چې د یوناما مشرې یې هم ملتیا کوله، ارګ کې یې له رییس الوزرا ملا محمد حسن آخند، د هغه مرستیالانو او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره کتلي.
ارګ ویلي، راغلي پلاوي د روغتیا برخه کې د شته ستونزو د حل او افغانانو سره د دوامداره مرستو ډاډ ورکړی دی.
په دې ناسته کې د ریيس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر هم ګډون کړی و
برادر کابو دوه اونۍ وروسته نن په ولسمشرۍ ماڼۍ کې را څرګند شو او د خپل منځي اختلافاتو په تړاو ټولې اوازې یې رد کړي دي.
د طالبانو په څو غونډو کې د ملا برادر له نه څرګندېدو سره سم ځينې راپورونه خپاره شول، چې ګواکې نوموړی د حقاني ډلې مشرانو سره په شخړه کې ټپي شوی دی.
خو ملا برادر څو ورځې وړاندې په یو ويډیو پيغام کې دغه اوازې بې اساسه وبللې او د اسلامي امارت ترمنځ اختلافات یې رد کړل.